افغانستان

طالبان: «د سولې لپاره شرایط برابر شوي، خو کابل رژیم خپلې ناروا ګټې په جنګ کې لټوي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې حکومت د پنځه زره بندیانو له ډلې د شپږ سوه طالب زندانیانو له خلاصون نټه کړې؛ طالبان وایي، «کابل رژیم» د بندیانو په تبادله کې دا ډول خنډونه د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو په خاطر رامنځته کوي او غواړي د جنګ په دوام سره خپلې «ناروا ګټې» تر لاسه کړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې حکومت باید د مارچ په لسمه پنځه زره طالب بندیان خوشي کړي وای، او بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای؛ خو حکومت د بندیانو په تبادله کې خنډونه پيدا کړل، چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات وځنډول او ورځ تر بلې يې د ځنډ لاملونه ډېرېږي.

د طالبانو له قوله، د سولې لپاره بې ساري شرایط او امکانات برابر شوي، خو «کابل رژیم» ورسره دښمني کوي او خپلې «ناروا ګټې دافغانستان په ورانۍ او دمظلوم ولس په دربدرۍ او جنګ کې لټوي.»

په تبصره کې وړاندې طالبانو له امریکا سره کړي تړون ته خپله ژمنتیا یاده کړې، امریکایي د حکومت په «ناغېړیو» کې مسئوله بللې او په شوو ژمنو د عمل غوښتنه یې کړې « د اسیرانو په خلاصون کې چې کابل رژیم کومې ناغیړۍ کوي،امریکا هم دې برخه کې له ملامتیا ځان نشي خلاصولای، ځکه همدا رژیم د امریکا له لوري رامنځته شوی، روزل شوی، تغذیه شوی او همدا اوس د امریکا په پوځي، سیاسي او اقتصادي مرستو متکي دی.»

طالبانو ددې تر څنګ په امریکا غږ کړی، چې اسیران ازاد کړي او نور باید لوبې ته د پای ټکې کېږدي « امریکا چې دا نولس کاله خپل خدمتګاران پر افغان ولس تپلي وو، نور باید همدې لوبې ته د پای ټکي کښېږدي، د اسلامي امارت سره دامضاء شوې توافقنامې په اساس ژر تر ژره باید ټاکل شوی شمېر اسیران ازاد کړي چې بین الافغاني خبرې پیل شي او افغانان دخپلې خوښې اسلامي حکومت جوړ کړي.»

طالبان داسې مهال حکومت د بندیانو د خلاصون په پروسه کې په «ناغېړيو» تورنوي، چې کابل حکومت تازه د طالبانو په پنځه زره کسیز لست کې د شپږ سوه بندیانو له خلاصون انکار کړی او ادعا یې کړې، چې یاد کسان حق العبدي قضیې لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close