نړۍ

پاکستاني طالبانو ویلي دي دتیري ورځي بریدکونکي خاوند اومیرمن وو

Dera_ismail_khan_suicide_blast(نن ټکي اسیا جون ۲۰۱۱/۲۶) دپاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان خبري رسنیوته وویل چي دتیري ورځي سرښندونکي بریدکونکي چي په ډیره اسماعیل خان کي یی دکلاچي دپولیسو مرکز تربرید لاندي راوستي خاوند اودهغه میرمن وه.

دطالبانو له لوري دغه برید تیره ورځ ناوخته په ډیره اسماعیل خان کي دکلاچي په نامه سره دپولیسو په یوه مرکزکي رامنځ ته شو، راپورونوکي راغلي چي دواړه خاوند اومیرمن یی دپولیسو ومرکزته په حجابونوکي ننوتل چي کلاشنکوفونه، ګرنیټونه اوچاودیدونکي واسکټونه یی پټ کړی وو.

دواړو سرښندونکو ترڅو ساعتونو پوري دپولیسو په مرکزکي پولیس محاصره کړي وو، خوچي کله اضافي ځواکونه سیمي ته راورسیدل ورسره یی جګړه پیل کړه چي اخیرکی دواړو سرښندونکي بریدونه وکړل، چي له کبله یی دیوه عام کس په شمول چي دپولیسو مرکزته به یی چایی راوړلي لس کسه ووژل شول.

سرښندونکي جوړه مخکي لدي څخه چي دپولیسو مرکزته ننوزي په دروازه کي پیره دارانو ته وویل چي دوي دکوم شکایت لپاره دپولیسو مرکزته راغلي دي خوچي کله مرکزته ښه دننه ورغلل نو یی کلاشنکوفونه راوایستل اوپه ډزو یی پیل وکړ.

شنونکي وایی دخاوند اومیرمني په واسطه سره سرښندونکي بریدونه کول دپاکستاني طالبانو یونوي تاکتیک دي، ځینی رسنیوخبرورکړي دي وایی که څه هم طالبانو لدي څخه مخکي له تنکی ځوانانو اوډیرکم له ښځو څخه دسرښندونکو بریدکونکوپه توګه کاراخیستي، خوداچي یوخاوند اومیرمن دواړه په یوه ځآي اویو وخت کي سرښندونکي عملیات کوي، دادطالبانو نوي تاکتیک دي.

دپاکستانی طالبانو ویاند خبر ورکړي دي چي دغه برید داسامه دشهادت اوهمدارنګه دپاکستاني ځواکونو له لوري دمجاهدینو په وړاندي دعملیتانو ردعمل وو.

احسان الله احسان درویټرخبري اژانس ته په خپلو خبروکي ددي خبري پخلي وکړ چي دتیري ورځی بریدکونکی خاوند اومیرمن وو، اومونږ په دامریکایانو اودهغوي دملګروپه خلاف له مختلفوستراتیجیو څخه کارواخلو، داسی مالومیږي چي داسامه له شهادت څخه وروسته پاکستاني طالبانو دپاکستان په خاوره کي خپلو عملیاتوته زور ورکړي دي، پاکستاني طالبانو په کراچي کي دتیري میاشتي برید چي دپاکستاني سمندري ځواکونو دسورلیو پریوه بس باندي ترسره شوی وو په غاړه واخیست.

بخت الرحمن بخت ………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x