نظــر

امریکا له اشغالګر څخه تر معامله ګر او سوداګر پورې

عبدالوحید “وحيد”

زمونږ د ستونځو اساس دوه لسیزې وړاندي د ملګرو ملتونو تر اشراف لاندې د امریکا په نوښت او د امریکا پلويو افغانانو په ملتیا هغه مهال کيښودل شو کله چې د جرمني د بن ښار په غونډه کې د طالبانو د ګډون مخه ډب شوه او د طالبانو مخالفين په غوښينو دولتي پوستونو ونازول شول. د حکومتولي بنسټ مو د پښتون ولسمشر تاجک لمړى او هزاره دوهم مرستیال په اساس جوړ. همدغه ژبنى قومي او مذهبي ويش مو د ناورين پيل او لا ترواسه هم ادامه لرى.
متاسفانه د بن په لمړئ ناسته کې طالبان، چې په افغانستان کې تر ټولو مطرح اغيزمن، پياوړئ ځواک او په نسبي توکه له نورو ټولو خواوو څخه په فساد غلا او غصب کې کم ښکيل وه، د افغانستان د راتلونکي د ټاکلو په همدغه مهمه غونډه کې له ګډون څخه لرې وساتل شول. زمونږ د نظام بنياد د قوم مذهب او ژبې پربنسټ کيښودل شول او له بده مرغه داسې اشخاص د قوم ژبې او مذهب مشرتابه ته راوستل شول چې نه يې ولسي استازيتوب کولاى شو او نه يې هم وړتیا درلوده. د هیواد د مادی او معنوی شتمنیو واک څو محدودو ډلو او اشخاصو ته په خپلو منځونو کې د ويش لپاره وسپارل شو.

په 2002 کال کې ډيرى طالبان له جګړو څخه ستړي شوي وه. غوښتل يې چې په خپلو سیمو کې ارام ژوند وکړي. د بهرنيو او کورنيو ځواکونو له ګواښ څخه خوندي وي. څوک يې توهين او تحقير نه کړي او دغه يې حق هم وه، خو هغه مهال د امریکا او د افغانستان حکومت چې عمدتاً د طالبانو د مخالفینو (شمال ټلواله) څخه جوړ وه د بيځايه غرور او د امریکا په زور د حساب کولو له امله په کورونو کې ناست طالبان هم وځورول شول، ونيول شول، امریکا ته وسپارل شول، ګوانتنامو ته ورسول شول، په هيواد کې د ننه ووژل شول او يا هم د ټلوالې د زورواکو د بالفعل او بالقوه ګواښونو له امله مجبور شول پاکستان ته مخه وکړي.

امریکا په افغانستان باندې پداسې حال کې برید وکړ چې د بريد د توجیه په موخه يې نه روښانه سیاسي اهداف او نه هم د قناعت او باور وړ شواهد درلودل. د طالبانو په حکومت باندې په لمړي سر کې د امريکا چټک جنګي برى ددغه هېواد واکمنان هوا ته پورته کړل.  ځمکني حقائق يې نه ليدل. د بُن تړون اصلا د هغوى د بري لمانځغونډه وه او له افغانستان څخه يوازې د امریکا افغاني ملاتړو پکې ګډون درلود.

امریکايانو هغه مهال عمداً او يا هم د همدغه طلسمي هوايي غرور له امله د هیواد مطلق اکثریت د بن په غونډه کې له شتون څخه بې برخې کړل. حکومت يې له زورواکانو، توپکسالارانو، دبشرحقوقو په ناقضینو، د ديموکراسي په نوم فاسدو اشخاصو او د مخدره توکو له سوداګرو جوړ کړ.

پرديو زمونږ له نيمګړتياوو څخه پوره ګټه پورته کړه. هم يې وکارولو او هم يې ووژلو، وړيا يې وپيرودو او په لوړه بيه يې وپلورلو، خپلې ګټې يې راباندې خوندي کړي او بيا يې لرې وغورځولو.

چا د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره تمويل تجهيز او وروزلو او چا د خپلو نيابتي جګړو لپاره وکارولو.

که له تشو احساساتي خبرو څخه راووزو او مسائلو په ژور نظر وګورو نو جوته ده چې زمونږ د بهرنئ تګلارې جوړونکي بنسټونو چې د بهرنیو چارو وزارت يې په سر کې قرار لري سترې نيمګړتياوې او ستونځې درلودې. له امریکا او نورو ډيرى هيوادونو سره د ستراتيژيک تړون سره سره يې ونشو کولاى چې د خپلو ملي ګټو په چوکاټ د خپلو شريکانو باور وساتي، خو بالعکس پاکستاني چارواکو د فعاله او کاري ديپلوماسي له لارې د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه ښه لابي وکړه. له امریکا سره يې تقريباً پرې شوي ټکني شوي، پيچلي او ستونځمن اړيکې ورغول، خپلې ګټې يې خوندي کړط. که هره لاره او حربه يې کارولي وي، خو د امریکا په نظر جوړولو کې يې ستره لاسته راوړنه درلوده. هغوى هرڅه له مخکې څخه د جوړ شوي پلان سره سم تيار کړي وه، حتى د A پلان د ناکامې په ممکنه صورت کې د B او C پلان د عملي کولو لپاره هم تيارى هم درلوده.

متاسفانه چې زمونږ حکومت د کورنیو پارتيزاني سياسي اختلافونو د د ټاکنو په تر سره او ګټلو باندې د بوختيا، په بهرنیو چارو وزارت کې د پياوړي لابي کونکي ټيم، فعال ځيرک او د هيواد ملي ګټو ته د ژمن ديپلوماتيک ماشين د نشتوالي له امله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو او هوکړې له جريان څخه تر ډيره حده منزوي او بې برخې کړاى شو.

هغه څه چې د امریکا له فوځي شتون له پيل څخه تر ننه پورې مشهود او محسوس دي داده چې لا هم په افغانستان کې دیوې تلپاتې سولې لپاره د افغانانو د هیلو غوټئ مړاوې دي او په دغه هيواد کې د جګړو د ختمېدو د خوبونو تحقق لاهم دومره لرې ښکاري لکه څومره چې د افغانستان په خاوره باندې د امریکا د لومړني عسکر دپلي کیدو پرمهال وه.

په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسيدو په لار کې تر نورو مهمه ستونځه کورنئ ده چې متأسفانه په مسلسله او متواتره توګه له لمړي سر تردې مهاله تل د مذاکراتو له اجندا څخه بهر ايستل شوې او په انزوا کې قرار لري.

له شک او تردد څخه وتلې خبره ده چې د افغانستان حکومت له ټولو نيمګړتياو ستونځو او تشو سره سره بيا هم د خورا لوړ اهمیت درلودونکئ اړخ ده چې په تأسف سره باید ووایم د د ځينې نورو هېوادونو په لمسون د امریکا لخوا عمداً د سولې د مذاکراتو له بهير څخه لرې وساتل شو، ترڅو د دواړو افغاني خواو ترمنځ د بي باوري فضأ نوره هم لوړه او امریکا ته په دواړو خواو باندي د اغيزو درلودلو لپاره امکانات او شرائط برابر شي. ولسمشر غني او عبدالله دواړه له طالبانو سره د امريکا د سولې په نوم تړون په تړاو شکونه شکايتونه نيوکې لري او ورباندې بې باوره هم دي. د بندیانو د خلاصون په هکله له پيل څخه تر ننه پورې د حکومتي لوري متزلزل او متذبذب دريزونه د همدغې بې باوري پايله ده.

مونږ افغانان که حکومت طالب او يا هم عام افغانان باید پوه شو چې امریکا د هيڅ لوري دوستي او ملګريتوب ته تر پایه ژمنه نه پاتې کېږي. امريکا د خپلو لپاره له هر چا سره دوستي او هم دښمني کولاى شي. کله د ليوه په شکل او کله هم د پسه پوستين اغوستلاى شي.

کله د اشغالګر او کله هم د سوداګر نوم په خپلولو کې هيڅ ستونځه نلرى. هره ژبه هره حربه کارولاى شي. هر رنګ بدلولای شي او هر ډول شعار ورکولاى شي، خو هيڅ رنګ ژبه شعار دوستي او دښمني يې تلپاتي نه وي.

د تاريخ پاڼو له کتلو وروسته په پوره باور سره وايم چې د امریکا په دوديزه توګه په ژمنو باندي د عمل کولو اصل ته تعهد نه لري او د خپل تاريخ په اوږدو کې په تکراري توګه په خپلو ژمنو او وعدو باندي د عمل نه کولو زياتې بيلګي لرى.

امريکا د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه د ايران د شاهنشاهي رژيم له حمايت څخه لاس واخيست نو زمونږ له حکومت او طالبانو سره پرېکون خو ورته هيڅ ستونځه نلري.

ستونځمنې ورځې په مخکي لرو. ناهيلئ څپې وهي، جګړه لاهم د دعادي افغانانو ژوند ته ستر ګواښ جوړوي، کرونا هم افغانان وځپل او هم يې ووژل. د سولې ډير ارمانجن دوستان مو په خپلو لاسونو قبرونو ته له ارمانونو سره ښکته کړل او بدبختانه دغه لړئ اوس هم دوام لري. هره ورځ سهار په هيواد کې د سولې په تړاو خبرونو ته د هيلو لمن غوړوو. سهارنئ او چاى مو يخ شي خو د خوشحالئ زيرئ مو نه تر سترګو کېږي. مونږ بيا هم هڅه کوو خپلې هيلې ژوندئ وساتو.

که بريا ترلاسه کول غواړو نو اړينه ده چې د خپلو سرو شنو او سپينو کرښو په هکله خبره وکړو. په خپلو غوښتنو هيلو او اميدونو باندي وغږيږو.
زمونږ سرې کرښې د افغانستان په نوم د جغرافيې هغه ټوټه ده چې ولسونه خو څه آن غرونه او دښتې يې هم سوله غواړي، خو معاملې نه. زمونږ سره کرښه د سلګونو زره وژل شويو هغه افغانانو په وينه باندې د لوبو او سودا کول دي چې د دين او هيواد لپاره يې سرونه پرې شوي دي.

اوس مو غوښتنه دا ده چې حکومت او طالبان دواړه خواوې د خپلو نظرياتي او فکري ځانګړتياو د خونديتوب له حق سره سره د ګډو ګټو په چوکاټ کې له مخالف ورور سره د ملت او هیواد د روښانه راتلونکي په موخه خبرې وکړې او اختلافي موضوعاتو ته د حل لاره ولټوي. په جګړو باندي زور اچول او تاوتريخوالي د حل لاره ګڼل نه وياړ نه افتخار او نه هم د مشرتابه د درد او درک درلودلو نښه ده.

حکومت او طالبان دواړه خواوې ځمکني واقعيتونه دي، ځواکمن دى، غوښتنې او اجندا لري. ملت له دواړو خواوو څخه هيله او توقع لري چې د يو بل د غولولو او په يو بل باندې د تورونو لګولو او پيغورونو ورکولو په ځاى واقعيتونه درک او حقائق ولټوي. منم چې بهرنيان زمونږ د ستونځو بنسټ جوړوي خو دا هم له لمر څخه روښانه ده چې اصلاً زمونږ کورنئ ستونځې خورا ژوري او د افغانانو ترمنځ د شخړو بنسټ جوړوي.
که امریکا، پاکستان او ایران وکولاى شول له طالبانو سره مشترکات ولټوي يا هم په بل تعبیر که طالبان له پورتنیو هيوادونو سره د ګډو ګټو په لټون کې بريالى شو نو حکومت او يا طالبان ولي له يو بل سره د مشترکاتو په لټون کې پاتې راغلې دي؟ دغه دواړه لوري ولې د يو بل رول او په ټولنه کې د هغوى اغيزې نشي منلاى؟

په تيره اونئ کې خلیلزاد له طالبانو او قطري چارواکو سره د افغانستان د سولې د ټینګښت او د سیمه ییزې هوساینې د پیاوړتیا تر عنوان لاندې په یو لړ پروژو کې د ګډې پانګونې پر امکاناتو باندي هم خبرې کړې دي. نوموړئ د امریکا د نړیوالې پراختیا د پانګونې شرکت عامل مدیر آدام بوهلر سره يوځاى په دوحه کې له طالبانو او له قطري چارواکو سره په افغانستان کې په ګډو اقتصادي پروژو په هکله غږيدلئ ده. زه په افغانستان کې د اقتصادي پروژو د پيلولو په تړاو په امریکا باندي نيوکه نه لرم او مخالف يې هم نه يم، خو يوازې د خپلو افغانانو توجه دغه واقعیت ته را اړوم چې دومره ځواکمن او ستر هېواد هم د خپلو ګټو لپاره څومره انعطاف او تنزل کوي چې له اشغالګر څخه د سوداګر رول خپلوي، نو په مونږ افغانانو باندې څه شوي چې په دغه شريکه خاوره د شريکو ارزښتونو په موخه د شراکت په بنسټ په دغه هيواد کې د ګډ اوسيدو او ګډ کار کولو لارې نشو لټولاى. شک نشته چې د سولې په تړاو هم د افغانستان حکومت او طالبان څرګند دريز غوښتنې، سرې کرښې او تګلاره نه لري او يا هم د اوس لپاره ورباندي خبره نشي کولاى.

دا جدا خبره ده چې په هيواد کې د جګړو او د پرديو استخباراتي کړيو د بيځايه مداخلو له امله مو ملت د خپلو او پرديو په سياسي ژمنو، خبرو، وعدو، قسمونو او لاپو باندې باور بايللئ ده، خو بيا هم بايد ووايو چې که حکومت او طالبان د سولې د هوکړې لپاره يوه ټاکلې او د ملي ګټو پربنسټ ولاړه اجندا، د مذاکراتي ټيمونو او د مصالحې په شورا کې دين، هيواد، ملي ګټو او سولې ته ژمن اشخاص ځاى په ځاى کړي، نو هيڅ اړتیا نشته چې په مذاکراتي پلاويو او د مصالحې په شورا کې د ځوانانو ښځو قومونو سمتونو لږکيو او داسې نورو ډلو ټپلو په ونډونو باندي فشار واچوو. که دواړه خواوې زمونږ معتقداتو ملي ارزښتونو او هيواد ګټو ته ژمن اشخاص د جګړو د ختمولو او د سرتاسري سولې په موخه خپلمنځي پريکړه کوي نو ماته يې ژبه، سمت، جنسيت او عمر هيڅ اهمیت نلري. که معيارونه قوم، سمت، ژبه، نسل او يا هم جنس شي، نو د سولې په ځاى به مو د د افغانانو ترمنځ يوې بلې جګړې ته لاره هواره کړي وي.

زمونږ موخه سرتاسري او تلپاتي سولې ته رسيدل دي او د دغې موخې لپاره هر چا ته لاس ورکوو هرچاته لمن غوړوو د هر چا دروازه ټکوو او له هر چا څخه مرسته غواړو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close