ورزش

پاکستاني مبصرین؛ پاکستان راتلونکې ټيسټ لوبو کې انګلستان ته ماتې نشي ورکولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): ټاکل شوې ده د پاکستان او انګلستان ترمنځ په راتلونکې اګست میاشت کې درې ټيسټ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي، چې د یادو سیالیو لپاره پاکستان لوبډلې انګلستان ته سفر کړی دی.

د پاکستان لوبډلې مشر اظهر علي وایي، دوی د انګلستان پر وړاندې سیالیو لپاره له استعداد ډک لوبغاړي غوره کړي او بشپړ چمتو والی لري تر څو سیال لوبډلې ته ماتې ورکړي.

خو د پاکستان لوبډلې پخوانی ټیسټ لوبغاړی او مشهور مبصر باسط علي وایي چې د انګلستان پر وړاندې د پاکستان لوبډله کمزورې ده او هیڅ چانس نه لیدل کیږي چې په ټيسټ کې انګلستان ته ماتې ورکړي.

باسط علي دا خبرې داسې مهال کوي چې له دې وړاندې د پاکستان لوبډلې مشهور پخواني توپ اچونکي سعید اجمل هم ورته څرګندونې کړې وې، هغه وایي چې اوسنۍ لوبډله انګلستان ته په ټيسټ کې د ماتې ورکولو ظرفیت نه لري، که ماتې ورکړي هم دا به یوه لویه معجزه وي».resize.indiatvnews.com/en/resize/newbucket/1200...

باسط علي وايي، پاکستان له دې وړاندې په انګلستان کې غوره سیالۍ ترسره کړي، خو هغه مهال یونس خان او مصباح الحق د لوبډلې برخه وو او اوس دوی د لوبډلې په مدیریت کې دنده ترسره کوي.

هغه زیاتوي، اوسنۍ لوبډله تجربه نه لري په داسې حال کې چې د انګلستان سره تجربه لرونکي او د ټیسټ متخصصین توپ اچونکي (جیمز انډرسن او سټورډ براډ) شامل دي.

«زه په څرګند ډول د پاکستان لپاره بریا غواړم، خو که حقیقت ووایم دا خورا ستونزمن کار دی، دغه پاکستانۍ لوبډله انګلستان ته د ماتې ورکولو وړتیا نه لري، حتی که یوه لوبه وګټي دا به هم لویه بریا وي».

پاکستان د انګلستان لوبډلې پر وړاندې ټیسټ سیالیو لپاره په دواړو برخو (توپ اچونه، توپ وهنه) کې زیات پر ځوان لوبغاړو تمرکز کړی، چې په انګلستان کې ورته د بریا ګټل ستوزنمن بریښي.

د پاکستان او انګلستان لوبډلو ترمنځ ټیسټ سیالۍ د اګست میاشتې په ۵مه نېټه پېلیږي او د شل اوریزو سیریز سره د سپتمبر په لومړۍ پای ته رسیږي. باید وویل شي چې یادې سیالۍ به د بندو دروازو تر شا یا د نندارچیانو په نه شتون ترسره کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close