افغانستان

کندهار: چاودنې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ مرکز بشپړ ویجاړ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې «تکتیکي چاودنې» د امنیه قوماندانۍ مرکز په بشپړ ډول له منځه وړی.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» د پېښې په تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلي « نن سهار د کندهار ولایت شاولي کوټ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ مرکز چې په سیمه کې د دښمن لخوا د عملیاتي مرکز په حيث استفاده ورڅخه کیده، د یوې درنې او تاکتیکي چاودنې په پایله کې بشپړ ویجاړ او له منځه لاړ.»

د احمدې په خبره، په چاونه کې د قومندان (خوريي) او امنیه قومندان (پاچا) په ګډون تر شلو ډير پولیس وژل شوي او ټپيان دي او  ودانۍ ته دروند زیان اوښتی.

په ورته وخت کې د کندهار امنیتي چارواکي هم پېښه مني او وايي، په برید کې درې پولیس وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ ولسوال «فضل محمد غریب شاه» بیا رسنیو ته ویلي، چې پېښه تېره شپه «چهارشنبه» ۳:۳۰ بجې شاوخوا د ولسوالۍ په قراول کې رامنځته شوې.

د نوموړي په قول، د چاودنې تر څنګ بریدګر هم له امنیتي ځواکونو سره په جګړه اوښتي، او تر څلورو بجو یې دوام کړی.

یاده دې وي، چې باچا قوماندان له اوږدې مودې راپدېخوا د شاه ولیکوټ امنیه قوماندان پاتې شوی، چې د عام ولس په ځورولو او ناحقه وژنو تورن و او د اخلاقي فساد او بچه بازیو کیسې یې مشهورې دي.

Image

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close