نن ټکی اسیا

امریکا رسما د روغتیا نړیوال سازمان له غړیتوبه د وتلو اعلان وکړ

د روغتیا نړیوال سازمان په تکراري ډول د امریکا تورونه رد کړي دي.

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کرونا وبا په ستونزمن حالاتو کې د امریکا ولمسشر ډونالډ ټرمپ په روغتیا نړیوال سازمان تور پورې کړ چې دوی په دې لړ کې د چین مرسته کوي او له امریکا سره یې د یادې ناروغۍ خوریدو معلومات نه دي شریک کړي.

دوه میاشتې وړاندې ټرمپ په یادو تورونو هغه ټولې مرستې چې د روغتیا نړیوال سازمان سره یې کولې ودرولې، او یاد سازمان ته یې اخطار ورکړ چې له دوی سره به ډیر ژر لارې پرې کړي.

خو اوس د ټرمپ ادارې یو لوړ پوړي چارواکي رسنیو ته ویلي چې دوی به د راتلونکې ۲۰۲۱م کال د جولایي میاشتې تر ۶مې نیټې پورې له روغتیا نړیوال سازمان سره خپل غړیتوب ختم کړي.

د ټرمپ ادارې د یادې پریکړې په اړه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته لیک استولی دی.

د امریکا حکومت یوه لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي، واشنګټن د روغتیا نړیوال سازمان کې د سمون لپاره خپل تفصیلي جزئیات د ملګرو ملتونو ادارې ته استولي وو خو دې ادارې د امریکا غوښتنې نه دي منلي.

«دا چې دوی زموږ غوښتنو او ډېر اړین سمون ته پام ونه کړ، موږ سر له ننه له دې ادارې سره اړیکي پرې کړې».

د ټرمپ اداره دا پریکړه داسې مهال کوي چې د کرونا وبا له کبله تر ټولو ډیر ځپل شوي خلک په امریکا کې دي.

بل لوري ته د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا تورونه په تکراري ډول رد کړي دي.

امریکا د کال نږدې ۴۰۰ ملیونه ډالر د روغتیا نړیوال سازمان سره مالي مرسته کوي چې ددې ادارې نږدې ۱۵ سلنه بودیجه جوړوي.

باید وویل شي چې د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۹۴۸م کال کې په دې خاطر جوړ شو چې د روغتیا په برخه کې نړیوالو ته په ځانګړي ډول له روغتیا بې برخو وګړو ته بیړنۍ مرستې ورسوي، اوسمهال دا اداره ۱۹۴ غړي لري.