افغانستان

د کورنیو چازو وزارت د بایومتریک عمومي آمر په کابل کې ترور شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): امنیتي سرچینې وايي، د کورنیو چارو وزارت د بایومتریک عمومي آمر سمونوال محمدانور منیري نن سهار په کابل کې په مرموزه توګه وژل شوی دی.

طلوع نیوز نن د چهارشنبې په ورځ(۱۸ چنګاښ) د نوموړي د خپلوانو له قوله خبر ورکړی، چې سمونوال محمدانور منیري نن سهار د کابل ولایت په چهارآسیاب ولسوالۍ کې د خپل کور مخې ته د دوو وسله والو لخوا تر برید لاندې راغلی او ځای پرځای یې خپل ژوند بایللی دی.

که څه هم دکورنیو چارو وزارت رسمي سرچینو تراوسه ددې پېښې په هکله معلومات نه دي ورکړي؛ خو کابل ښار کې په دې وروستیو کې هدفي وژنې او د ترور پېښې زیاتې شوې دي.

د تیرې اونۍ په پای کې د ډاکټر غني د پلار د تره زوی انجینر رشاد احمدزی هم په خپل کور کې د ناپيژاندو وسله والو لخوا په مرموز ډول وژل شوی ؤ، چې تراوسه یې قضیه نه ده څیړل شوې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close