ورزش

له څلور میاشتني ځنډ وروسته نن چهارشنبه یو وار بیا نړیوال کرکټ پېلیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د روان کال د مارچ میاشتې راهیسې د نورو سپورتي فعالیتونو سربېره د کرکټ سیالۍ هم ځنډیدلې وې چې له فوټبال وروسته نن د چهارشنبې په ورځ د جولایي په ۸مه نېټه د کرکټ نړیوالې سیالۍ پېل کیږي.

په دې لړ کې انګلستان لومړنی هېواد و چې د کرکټ په پېل کېدو کې یې غوره رول ولوباوه، او د ویسټ انډيز پر وړاندې یې پر خپله خاوره د ټيسټ سیالیو ترسره کولو اعلان وکړ.

که څه هم په اروپایي هېوادونو کې د کرونا وبا مثبتې پېښې د پخوا په څېر ډيرې نه دي، خو بیا هم نندارچیان لوبغالي ته د ورتګ اجازه نه لري.

ددې لپاره چې لوبغاړو ته د پخوا په څېر فضا جوړه شي په لوبغالي کې به د نندارچیانو مصنوعي غږونه او شور ماشور غږول کیږي، دغه شور به د تلویزون پر پرده هم غږیږي.

د کرکټ د راګرځېدو په لړ کې نن د چهارشنبې په ورځ د جولایي په ۸مه نېټه د ماسپښين په ۲:۳۰ بجې د انګلستان او ویسټ انډيز ترمنځ لومړۍ ټیسټ سیالۍ په ساوتمپتن لوبغالي کې پېل کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا اجرایي مشر مانو ساهني په یوې اعلامیې کې ویلي، «ډير خوښ یو چې له اوږد ځنډ وروسته نړیوالې سیالۍ پېلوو، دا سیالۍ به د انګلستان او ویسټ انډيز ترمنځ په ټيسټ لوبه پېل شي».

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close