افغانستان

دولتي عسکرو داځل په هلمند کې یو جومات د لمونځ کوونکو په وینو سور کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دولتي عسکرو داځل یو جومات په داسې حال کې په توپونو ویشتلی، چې خلک په فرض لمانځه اداء کولو بوخت وو.

د سیمې خلک او طالبان وايي، تیر ماخوستن نهه بجې د ګرشک ولسوالۍ اړوند مهاجر بازار سیمه کې د میوند قول اردو توپچي عسکرو د کلي پر مسجد په داسې مهال هاوانونه ویشتلي، چې خلک د ماخوستن دلمانځه اداء کولو لپاره راغونډ شوي وو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، په دغه «وحشیانه» برید کې جومات ویجاړ شوی او ۱۲ تنو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اووښتې ده: «دبرید په پایله کې مسجد تخریب پکې ۵ تنه لمونځ کونکي ځای پرځای شهیدان او ۷ تنه نور زخمیان شول .»

دولتي عسکر په داسې مهال په ګرشک ولسوالۍ د کلي جومات په توپونو ویجاړوي او لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړوي، چې تیره اونۍ ددې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د څارویو په یوې دودیزې میلې د یادو ځواکونو توپچي بریدونو کې ۴۰ تنه ولسي خلک مړه او ټپیان او ګڼ څاروي یې هم هلاک شول.

تردې بیا دوه اونۍ وړاندې دولتي ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په یادې سیمه (مهاجر بازار)کې د توپچي او هوايي بریدونو په مټ یو غټ ولسي بازار تخریب کړ، چې په ترڅ کې یې له ۲۰۰ څخه زیات دوکانونه، د تیلو پمپونه، کانتیران، کلنیک او جومات نړول شوي وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close