افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني: زه ولسمشر یم، په نظام کې د طالبانو جذبول مې دنده ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» ادعا کوي، چې نوموړی د یوه ولسمشر په حیث دنده لري، طالبان د افغانستان اسلامي نظام ته جذب کړي.

غني دغه څرګندونې د «وضعیت د ارزونې» تر نامه لاندې کاپيسا ته د خپل ننني سفر په مهال وکړې، نوموړي وویل، چې د سولې په برخه کې ملت اجماع لري، خو ځیني خلګ له طالبانو سره د حکومت جوړولو خوبونه ویني او فکر کوي، چې له طالبانو سره په حکومت جوړولو به یې بیا څوک په دار ونه ځړوي.

د غني په خبره، دا ډول «اوازې» په ګڼو هیوادونو کې د خلګو تر منځ خپرې شوې، خو هغوی دې لومړی له متخصصینو وپوښتي، چې «دا ډول حرکتونه له خلکو سره کړې وعدې څه ډول په ځای کوي.»

نوموړي زیاته کړه، چې ملت یوه باعزته او پایداره سوله غواړي، او د سولې په اړه به وروستۍ پرېکړه هم د ملت له لوري کېږي.

غني ادعا وکړه، چې حکومت یې سولې ته اراده او د سولې پروسې د مدیریت ظرفیت لري او د داسې سولې مخه به نیسي، چې دده له قوله، د بربادۍ لامل ګرځي.

د نوموړي له قوله،  دی د افغانستان ولسمشر او د قواوو اعلی سرقوماندان دی،  ۳۵ ځله قول اردوګانو ته تللی او ۸۹ ځله یې د افغانستان ولایتونو ته سفرونه کړي، نو ځکه ده ته د «کابل ښاروال» ویل ناسم دي.

نوموړي یاده کړه، چې د افغانستان د ولسمشر په حیث دنده لري، طالبان د شته اسلامي نظام دننه جذب کړي.

غني داسې مهال د سولې د پروسې له لارې په شته نظام کې د طالبانو د جذبولو هوډ څرګندوي، چې طالبان وایي، دوی د «کابل حکومت» په نامه څه په رسمیت نه پېژني او نه هم په مذاکراتو کې د «کابل ادارې» له استازو سره خبرو ته کېني.

د طالبانو له قوله، د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه به د بین الافغاني مذاکراتو په مهال د افغان جهتونو له لوري کېږي او هر ډول پرېکړه چې د هغوی له وشوه، دوی یې منلو ته تیار دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

ته نوکر یی. ستا ایسته اچول د خپلواکو افغانانو دنده ده.

مجاهد

پردی مزدور سهار وختی پاڅیږی غلامان او مزدوران هغه وایی او هغه کوی چه ورته د ویلو او کولو د پاره دیکته شوی . غنی د اشغلګرو به ځانګړی دول د امریکایانو سپیکر دی هغه د مپل میرمن سره چه څملی هم د امریکایانو په اجازه او نظارت یا څارنی لاندی غلامانو شاهدی هم د منلو وړ نه ده حتی په نکاح تړلو کی هم شاهدی نه شی کولای . برخلاف په مقابل کی یی طالبان خپلواک او غنی بلواک دی خپلواکان د بلواکانو سره یوځای حکومت کی ونډه نه اخلی برخلاف د بلواک او غلام نجیب د برخه لیک… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close