د واحد فقیري سیاسي نوټونه

اکثریت امریکایان د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره د روسانو پر جایزې باور لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د وریټرز د عامه افکارو نوې سروې ښيي چي ۶۰ ٪ فیصده امریکایان باور لري چي د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره د روسیې د جایزې پر رپوټونو باندي پوره او یا څه نا څه باور لري، خو ۲۱ ٪ فیصده امریکایان وايي دا رپوټونه معتبر ندي، او باقي پاته ۱۹ ٪ فیصده وايي دوی پدې اړه ډاډه ندي. 

پدې سروې کي، ۳۹ ٪ فیصده امریکایان باور لري چي ټرمپ پدې «پوهېدی» چي روسانو امریکايي عسکر په نښه کړيدي، خو ۲۶ ٪ فیصده امریکایان عقیده لري چي ټرمپ «خبر نه وو.»

وریټرز د امریکایانو د عامه افکارو سروې د دوشبنې او سې شبنې په ورځو کي کړېده. سروې ښيي چي امریکایان د روسانو په اړه سخت شکمن دي. اکثریت امریکایان د روسیې د سمبالولو په ارتباط د جمهورریس ټرمپ له پالیسیو څخه ناخوښ دي.

دا تازه سروې ښيي چي ۸۱ ٪ فیصده امریکایان جمهورریس پوتین امریکا ته یو خطر ګڼي. او ۵۴ ٪ فیصده امریکایان وايي امریکا باید پر روسیې باندي اقتصادي بندیزونه ولګوي. ۹ ٪ فیصده خلګ وايي د روسیې پر فوج باندي باید حمله وسي. په مقابل کي، ۹ ٪ فیصده غواړي چي د روسیې سره روابط ښه کړي. او ۲۹ ٪ فیصده وايي دوی نه پوهېږي چي باید وسي. 

د امریکایانو د عامه افکارو دا سروې پداسي وخت کي کېږي چي فقط ۳۸ ٪ امریکایان د جمهورریس ټرمپ له عمومي کارونو څخه ملاتړ کوي، خو په مقابل کي ۵۷ ٪ فیصده امریکایان له هغه څخه ناخوښ دي. 

وریټرز لیکي چي د روسانو د جایزې مسله به پر آینده انتخاباتو باندي منفي اثر ولري، او د جو بایډن سره به مرسته وکړي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close