شعـــــرونه

زه په تیږو بنیادم ویشتلی نه شم/ کاروان

پير محمد کاروان

تاسې درومئ کار مې مه لرئ په کار کې
ماته دوې سترګې ولاړې دي په لار کې

زه په تیږو بنیادم ویشتلی نه شم
زه تکړه یم د ګلونو په ګوزار کې

د هغه سړي لاسونه ښکلومه
چې منصور ته ګل ور و ټومبي په دار کې

مرور فطرت مې بېرته را پخلا کړ
ما مرغۍ ویشتلې نه وه په چنار کې

دا زما د معشوقې د ګوتو نښه
دغه سور ځونډی چې زانګي په سِتار کې

له خندا یې نرۍ غاړه ښورېدله
مرغلرې یې روانې وې په تار کې

له خلوت نه یې را وایستې ملنګه
څه اثر و په دې سوي سندرمار کې

وې له غره نه بیا کاروان د غزل راغی
دا خبرې وې په کلي او په ښار کې

۱۷ سرطان ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close