افغانستان

طالبان: حکومت پلمې جوړوي، بندیان مو نه په تور لست کې دي او نه هم جنایي دوسیې لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې کابل حکومت د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې د نږدې ۶۰۰ زندانیانو له خلاصون نټه وکړه او ادعا یې وکړه، چې یاد بندیان جنایي دوسیې لري؛ طالبانو دا څرګندونې رد کړې او د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو  هڅه یې بللې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې تبصره کې راغلي، چې حکومت یې کله بندیان جنايي بولي، کله یې د ملګرو ملتونو په تور لست کې داخل ګڼي او کله هم بیا ادعا لري، چې ددوحې په تړون کې مطلق پنځه زره بندیان نه دي لیکل شوي؛ بلکې «تر پنځه زره» لیکل شوي؛ خو ددوی په خبره، یادې ادعاوې «نامعقولې» دي.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې  په بندیانو کې داسې څوک نشته چې د ملګرو ملتونو په تور لست کې دي وي او دا چې حکومت یاد بندیان تر دې دمه په سیاسي کټګورۍ کې د سیاسي بندیانو تر نامه لاندې ساتلي؛ نو ځکه د جنایي دوسیو ور پورې تړل حقیقت نه لري.

د طالبانو له قوله «دا چې د دوحې په تړون کې د پوره پنځه زره بندیانو نه بلکي، د (تر پنځه زره ) خبره شوې، د دې مطلب هیڅکله دا نه دی چې په سلګونو یعني دوه درې سوه بندیان دي، ایسار شي، بلکي دا خبره د دې لپاره شوې چې که فرضاً دوه، درې، پنځه یا شپږ کسان پاتي وي، هغه هم د داسي مشکل په وجه چې د طرفینو د قناعت په صورت کې ومنل شي، که دومره کسان پاتي شي، نو له امله یې باید مذاکراتي پروسه معطله نشي.»

تبصره کې طالبانو ټینګار کړی، چې د سولې پروسه باید د دوحې له تړون سره سم پر مخ ولاړه شي، او له دې پرته بله «نقشه» دوی ته د منلو وړ نه ده «اسلامي امارت له خپله اړخه، د تړون هر بند ته په تمامه معنی ژمن دی، جانب مقابل هم باید خپله ژمنتیا وپالي، نو که بندیان د سلګونو په شمېر کې ایساریږي، مانا یې دا ده چې د بندیانو د  کار تکمیل شوې نه دی، چې له امله یې د سولې پروسه تخریبیږي.»

طالبان داسې مهال د خپلو پاتې بندیانو په خلاصون ټینګار کوي، چې حکومت وایي، د طالب بندیانو په لست کې جنایي بندیان شامل دي او حق العبدي مسایل ور پورې تړلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بالکل ریښتیا وایی هغوی چی په انتحار او انفجار کی ګیر شوی قتلونه یی کړی، بیګناه خلک یی وژلی هغوی هم باید خوشی شی ځکه چی طالبان دی.

طوطی

طالبان دی لږ شرم وکړی د پاکستانی طالبانو د خلاصون لپاره هم دوی کوشش پکار اجولی چی هغوی دی هم خوشی شی. طالبانو حکومت ته د ۱۵۵ پاکستانیانو لست هم وسپارلی و شرط یی یښی چی هغوی دی باید خوشی شی. بلی لور ته طالبانو په کنړ کی پاکستانی الوتکه چی راغورځول شوې وه پاکستانیانو ته سپارلی. طالبان همداسی کوشش کوی چی جنایی او قاتلین بندیان هم په خپل لست کی شامل کړی او خوشی یی کړی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close