
د بھر میشتو افغانانو سرہ د طالبانو د سیاسي دفتر د مسولینو ویډیویي ناسته
حفیظ الدین پیرزادہ
د جولای پر اوم ۲۰۲۰ م د لندن پر وخت د غرمې په دولسو بجو مو د ا.ا. اما رت د سیاسي دفتر له مسؤلینو سرہ ناسته لرله.
د غونډې ترتیب او تنظیم د انسجام ټولنې په نوښت شوی و. د غونډې پیل د لندن میشتي ملگري وحید الله عصمتي لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سرہ وشو. بیا مو د مذاکراتي ټیم د ویاند محترم سھیل شاھین د پلار پر وفات او د محترم فاروق اتل د مور پر وفات د دواړو مرحومینو په حق کې په اجتماعي توگه لاسونه لپه کړل او د لایزال څښتن له لوی دربار څخه مو ورته د مغفرت غوښتنه وکړہ.
د علمای کرامو په استازۍ محترم شیخ صیب شھاب الدین دلاور چې د غونډې مشري ھم ور په غاړہ وہ، ورسرہ مل ھیئت داسې را وپیژاند:
۱- محترم سھیل شاھین؛ د مذاکراتي ټیم غړی او ویاند
۲- محترم شیخ سید رسول حلیم؛ د مذاکراتي ټیم غړی
۳- محترم قاري دین محمد حنیف؛ د مذاکراتي ټیم غړی
۴- محترم نور الله نوري؛ د مذاکراتي ټیم غړی
۵- او محترم ډاکتر مزار گل صالح؛
د خپلو ملگرو تر پیژندگلوی پس، شیخ صیب په روانو او تیرو شویو حالاتو مفصلې خبرې وکړې. ھغه وویل:
موږ د اشغال د خاتمې لپارہ له تیرو شپږو کلونو څخه له امریکا سرہ په مذاکراتو بوخت و. دا مذاکرات د اوباما له وخته پیل شوي و خو په تیرو دوہ کلنو کې کله چې د امریکایي جھت د مذاکراتي ټیم مشري خلیلزاد ته ورکړل شوہ، لا پسې تسریع او د مذاکراتو په بریالۍ پایلې منتج شوې.
موږ وتوانیدو چې د روان کال د فبرورۍ میاشت په نھه ویشتم تاریخ په دوحه کې د اشغال د بشپړې خاتمې او د ناټو د ټولو عسکرو د وتلو توافقنامه له خپل مخالف جھت سرہ لاسلیک کړو.
یادہ توافقنامه یوہ ضمیمه ھم لري چې د سولې او امارت مخالفینو یې په اړہ زھرجن تبلیغات کړي تر څو د دې تاریخي توافقنامې په اړہ عامه اذھان مغشوش کړي خو زہ تاسې ته په پورہ ډاډ او کامل صراحت وایم: ھغه ضمیمه یواځې د خارجي عسکرو د وتلو پر تخنیکي او لوژیستیکي اړخ پورې تړاو لري، نور ټول موضوعات لکه اوربند، د خارجي عسکرو مکمله انخلا، بین الأفغاني مذاکرات و امثالھم په توافقنامه کې موجود دي او توافقنامه د ولس په وړاندې دہ.
شیخ صیب د بین الأفغاني مذاکراتو په اړہ وویل: موږ د کابل ادارہ په رسمیت نه پیژنو بلکې د روانې غمیزې د نورو جھتونو پشان یې یو جھت بولو.
موږ له ټولو ذیدخله جھتونو سرہ د بین الأفغاني تفاھم په چوکاټ کې مذاکرات کوو، موږ د بین الأفغاني تفاھم مذاکرات د کابل ادارې له انحصارہ ایستلې تر څو د گډ کور افغانستان ستونزې ته د ټولو مخالفو جھتونو سرہ د تفاھم او تشارک له لیارې یو معقول او ټولمنلی حل پیدا کړو.
موږ ځانونه د نبوي ارشاداتو په رڼا کې خپلو ژمنو ته متعھد بولو. کومې ژمنې مو چې د توافقنامې د لاسلیک پر مھال کړي، پر ھغو ټینگ ولاړ یو.
د توافقنامې پر اساس، زموږ پنځه زرہ بندیان باید ډیر پخوا خوشې شوي وای خو له بدہ مرغه د کابل ادارہ د بندیانو په مسئله کې له خنډ او ځنډ څخه کار اخلي تر څو د اشغال تداوم او د خپل لړزانه ژوند اوږدیدو ته بھانه پیدا کړي.
تر اوسه، د کابل ادارې په حواله، زموږ څلور زرہ او پنځه لس بندیان خوشې شوي او زموږ د خپلې احصایې له مخې دا تعداد درې زرہ او څه کم اوہ سوہ دی. اوس یې لا زموږ پر شپږ سوہ بندیانو د حقوقي دعوو تورونه ھم لگولي. پر سیاسي بندیانو حقوقي تورونه لگول له روغ منطق سرہ اړخ نه لگوي.
د شیخ صیب له ھر اړاخیزې وینا پس محترم حدید الله ذاکري د غونډې د گډونوالو تعارف د امارت له مشرانو سرہ وکړ چې په دې ډول و:
۱-ډاکتر محمد قاسم ( رحمانی) د لوګر ولایت د مرکز اوسیدونکی، فعلي سکونت د لندن په سلاوو کې
۲- ډاکټر قدرت الله (ابراهیمی) د کابل ولایت د پغمان ولسوالی، د عقلي او عصبي ناروغیو متخصص په برطانیه کی د ګلاسکو پوهنتون استاد، اوس مھال د ګلاسکو ښار اوسیدونکی د افغان ټولنی مشر
۳- حدیدالله نظیم (ذاکری)
د ننګرهار ولایت د روداتو والسوالئ، ماستری په عامه صحت کی د برونل یونیورسټی څخه فعلي سکونت په لندن کې
۴- حفیظ الدین (پیرذاده)
د لغمان ولایت د قرغیو والسوالی اوسیدونکی، زدہ کړی تر ماستری په شریعاتو کی د اسلام اباد نړیوال پوهنتون څخه او حقوق له پیښور پوھنتون څخه اوسنی سکونت په لندن کې
۵- سیدعبدالله (نظامي)
د کونړ ولایت ،زدہ کړی تر لسانس په حقوقو او سیاسي علومو کې او ماستري نړیوالو اړیکو او امنیت کې د لندن له ویستمنستر پوهنتون څخه د لندن اوسیدونکی
۶- فیصل (رحیم) د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالې اوسیدونکي، ماستري په محاسبه او تجارت کې د لندن برونل پوهنتون څخه اوسنی سکونت په لندن کې
۷- اعتبار خان (فطل) د ننګرهار ولایت د پچیر اګام والسوالۍ لسانس په حقوق سیاست کی د کنکسټن یونیورسټی لندن څخه فعلي سکونت په لندن کې
۸- سمیع الحق (مجاهد) د ننګرهار
ولایت د روداتو والسوالئ، ماستری په اجتماعی ساینس کی د لیډز پوھنتون څخه، اوس مھال د لیډز ښار اوسیدونکی
۹ عبدالغفور (سادات) د ننګرهار ولایت د اچین والسوالئ د دارلهدا مدرسی طالب د مسجد نائب امام د بیډفورډ د افغان ټولنی مشر
۱۰- وحیدالله (عصمتی) د لغمان ولایت د قرغیو والسوالی، لسانس د اسلام اباد نړیوال پوهنتون څخه په شرعیاتو او حقوقو کی، فعلي سکونت په لندن کې
۱۱- عنایت الحق (یاسيني) د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی، زده کړې د پېښور پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي نه، اوسمھال په لندن کې د بي بي سي راډیو کارکونکی
۱۲- غلام محمود (صديق) د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ، زدہ کړې یې تر ماسترۍ پورې د اقتصاد په څانگه کې د سعودي د أُم القریٰ له پوھنتون څخه کړي او اوس مھال د انگلستان د لیډز ښار د افغانی ټولنی مشر
د ملگرو له پیژندگلوی پس، ذاکري صیب د انسجام ټولنې او نورو گډونوالو په استازۍ د اسلامي امارت له مشرانو مننه وکړہ چې د خپلو ټولو مصروفیاتو سرہ سرہ یې د ھغوی دعوت ته لبیک ووایه.
ذاکري صیب د داسې غونډو د جوړولو ضرورت په درې ټکو کې خلاصه کړ :
۱- د اسلامی امارت سر د بھر میشتو افغانانو هم غږی…
۲- د سولې د را روانو خبرو د تسھیل په موخه د بھر میشتو اھلِ خِبرہ افغانانو، اندونه، اندیښنې، وړاندیزونه او مشورې د اسلامي امارت له مشرانو سرہ شریکول.
۳- په قطر دوحه کی د سولی د پروسی په وړاندی د موجودو خنډونو د لیرې کولو په لار کې مرسته کول او د پروسی د چټکتیا تسھیلات را منځته کول
د ذاکري صیب تر وینا پس د سوالونو او ځوابونو مرحله وہ، لومړی رحماني صیب خپل سوال داسي مطرح کړ: د کابل ادارہ سولې ته امادہ گي نه لري، نو ځکه تر اوسه د یو افغان شموله مذاکراتي ټیم پر جوړولو ھم نه دي توانیدلي.
که په داسې شرایطو کې مذاکرات پیل شي، ستاسې اجندا به څه وي؟ ولس به ځان چرته ویني؟
د رحماني صیب د پوښتنو ځوابونه شیخ صیب ورکړل، ھغه وویل: د کابل مذاکراتي ټیم خو د کابل ادارہ ټاکي.
د مذاکراتو ھر جھت به خپل ټیم لري، موږ له ھر جھت سرہ د یوہ جھت په توگه خبرې کوو او نه غواړو د نورو جھتونو د مذاکراتي ټیمونو د تشکیل په پروسه کې له دې ویرې مداخله وکړو چې ھسې نه منگی زموږ په سر مات شي یانې د ھغوی د ناکامۍ پړہ پر موږ واچول شي.
موږ د مذاکراتو لپارہ خپله اجندا لرو او ھیله لرو د بین الأفغاني مذاکراتو د پیل په مجالسو کې به د باھمي تفاھم له لارې یوہ مشترکه لار پیدا کړو تر څو دا مذاکرات پرې پر مخ لاړ شي.
د رحماني صیب د دې سوال په ځواب کې چې که مذاکرات ناکام شي، د امارت سرہ بل کوم بدیل دی، شیخ صیب وویل: دا له وخته مخکې خبرہ دہ. زموږ پالیسي مالومه دہ. موږ یو واقعي اسلامي نظام غواړو، داسې نظام چې افغان ولس خپل ځان پکې وویني. زموږ مبارزہ به د یوہ واقعي اسلامي نظام تر قیام پورې روانه وي. موږ امریکایان ھم په دې قانع کړي چې د مذاکراتو په پایله کې به د یوہ نوي اسلامي نظام راتگ وي.
د سمیع الحق مجاھد صیب پوښتنې د خیریه ټولنو په باب د امارت د پالیسۍ، په غزني کې د کوچانو د ستونزو او مذھبې اختلافاتو په اړہ وې.
د ھغه پوښتنې د شیخ صیب حلیم لخوا ځواب شوې.
ھغه وویل: د نړیوالو خیریه ټولنو سرہ زموږ اړیکې تل حسنه پاته شوي. د افغانستان په ۷۰ سلنه مفتوحه سیمو کې ډیرې کورنۍ او نړیوالې مؤسسې په کار بوختې دي، د یادو ټولنو ځینې مشران قطر ته زموږ سرہ د لیدنې لپارہ ھم راځي. امارت تل د ھغو خیریه ټولنو مننه کړې چې په سپیڅلتیا سرہ یې د افغان ولس چوپړ ته بډې را وھلي وي.
موږ د کوچیانو او نورو سیمه ایزو ستونزو حل ھم د شرعي قوانینو په پلې کیدا کې وینو.
ھغه د مذھبي اختلافاتو په اړہ وویل: دا فروعي او اجتھادي اختلافات ان د پیغمبر علیه السلام له وخته پیل شوي، د صحابه کرامو، تابعینو، د څلورو امامانو، محدثینو او زموږ د نورو اسلافو په زمانه کې ھم موجود ول او طبیعي خبرہ دہ چې اوس به ھم د ټولنې د جزء لا ینفک په څیر موجود وي.
موږ د افغانستان له ټولو اسلام فکرہ حزبونو او ټولنو سرہ ښې اړیکې لرو او فروعي اختلافات مو د لارې خنډ نه شي گرځیدلای.
د کابل ادارې سرہ د موقت اوربند پوښتنه ښاغلي عبد الغفور سادات مطرح کړہ، چې ځواب یې د امارت د مذاکراتي ټیم ویاند محترم سھیل شاھین داسې ووایه: موقت اوربند د مسئلې حل نه دی. د مکمل اوربند مسئله په قطر کې د لاسلیک شوې توافقنامې یو جزء دی چې موږ یې عملي کولو ته ژمن یو.
موږ به د ھماغې توافقنامې له مخې پر مخ ځو.
شاھین په راتلونکې نظام کې د ښځو د ونډې په اړہ د امارت مخکینې موقف یو ځل بیا تکرار کړ او و یې ویل: ښځې د شرعي حجاب پر مراعت د کار، تحصیل او تعلیم مکمل حق لري.
د داکتر قدرت الله ابراھیمي سوال د گاونډیانو په باب د امارت د خارجه پالیسۍ په اړہ و چې شاھین صیب یې داسې ځواب ووایه: اسلامي امارت نه یواځې له گاونډیانو سرہ بلکې له نورو ټولو ھیوادونو سرہ حسنه روابط غواړي. موږ په اقتصاد، تجارت او نورو برخو کې ھم له ټولو ھیوادونو سرہ ښې اړیکي غواړو او ھیله لرو نور ھیوادونه دلته راشي او سرمایه گذاري وکړي خو زموږ ټولې اړیکې، خارجه پالیسي او اقتصادي پلانونه به په دوہ اصولو متکي وي؛ لومړی زموږ دیني ارزښتونه او دویم د افغانستان ملي گټې.
محترم نور الله نوري د اعتبار خان فطل د دې پوښتنې په ځواب کې چې علمای کرامو تیر مھال داعش امریکایي پروژہ بلله، آیا اوس یې ھم بولي؟ وویل: د امارت مجاھدینو د افغانستان په مختلفو برخو کې د داعش پخلاف جگړہ کړې خو ھر ځای مو چې داعش د حتمي نابودۍ پر پوله درولی، د کابل ادارې یې ژغورنې ته را دانگلي. درزاب، د ننگرھار خوگیاڼي، کونړ او نورو سیمو کې له داعش سرہ د جگړې پر مھال زموږ پر ځواکونو ھوایي بریدونه شوي، د داعش جنگیالي په ھلیکوپترو کې د جگړې له ساحې ایستل شوي او بیا ورته ملي امنیت د کابل په میلمستونونو کې د ارام بستر غوړولی.
موږ کرہ شواھد په لاس کې لرو چې د کابل ادارہ د داعش تمویل او تجھیز کوي.
دا چې امریکایان مخامخ په دې پروژہ کې لاس لري او که د کابل ادارې په توسط دا کار کوي، خبرہ یوہ دہ او موږ ته توپیر نه لري.
د جنگي او نورو مجرمینو په اړہ د یوې پوښتنې په ځواب کې شیخ صیب دلاور وویل: د امارت مشرتابه څه مودہ وړاندې عمومي عفوہ اعلان کړہ.
دا عفوہ امارت خپلو سیاسي مخالفینو او ھغو کسانو ته کړې چې امارت سرہ یې ظلم کړی او یا یې په مخالفه جبھه کې ناست و. تر څو د عدلي او حقوقي تعقیب له ویرې خلاص او له مخالفت څخه لاس په سر شي.
دا مسئله باید د ھغو مجرمینو له مسئلې سرہ تفکیک شې چې د حقوق العباد د نقض قضیې لري چې ھغه قضایا په امارت پورې اړہ نه لري بلکې د شرعي محکمو په وړاندې به یې څوک خنډ نه جوړیږي؛ ھیڅ شخص یا ډله د شریعت له مبادیو او اصولو لوړ نه دی. مجرمین که د ھرې ډلې، سیاسي جریان یا قوم وي، بې توپیرہ به مجازات کیږي.
آیا د امارت په لیکو کې له علمای کرامو علاوہ، د نورو پوړونو کسان ھم شته که نه؟! د مجلس د گډونوالو دا اندیښنه ډاکتر مزار گل صالح ځواب کړہ، ھغه وویل: امارت د علماو تر قیادت لاندې د ټولنې د مختلفو قشرونو مشترک کور دی.
د امارت د سیاسي دفتر مشر محترم ستانکزی نظامي زدہ کړې لري، ھمداسې د ځینو نورو کمیسونونو مسؤلین ھم دیني عالمان نه دي.
موږ د قدرت انحصار نه غواړو خو څرنگ چې اوسمھال حالات جگړہ ایز دي نو د امارت په مشرانو کې د دیني عالمانو ونډہ بارزہ او ظاھرہ ښکاري.
زموږ ټول جھادونه د انگریز سرہ له جگړو را نیولې تر روسانو او بیا اوسني جھاد پورې علمای کرامو رھبري کړی او دا ځکه چې ولس پر علماو ویسا لري او تر شا یې ودریږي.
که حالات نورمال شي، سوله راشي، امارت دی ته ژمن دی چې کار به د ھغه و اھل ته سپاري.
ھر څوک به بې له قومي، نژادي، سیمه ایز او نورو توپیرونو پخپل مسلک کې کار کوي.
د شاھین صیب وړاندیز:
زموږ مطبوعاتي مخالفین تل د خلکو د اذھانو د مغشوشولو لپارہ زھرجن او دروغجن تبلیغات کوي چې تازہ بیلگه یې دا دروغجن خبر دی چې مجاھدینو ته روسیې پیسې ورکړي.
که ملگري ماته ښه ژورنالستان، تکړہ لیکوالان او نور رسنیز فعالان را معرفي کړي تر څو د داسې بې اساسه افواھاتو د مخنیوي لپارہ مشترکې ھڅې وکړو نو نتیجه به یې لا ډیرہ اغیزمنه او مؤثرہ وي
د غونډې په پای کې شیخ صیب دلاور دا رنگ مجالس مفید او گټور وگڼل او د ھمداسې نورو غونډو د جوړولو سپارښتنه یې وکړہ!
ومن الله التوفیق
نوټ: څرنگه چې ما مجلس انلاین تعقیباوہ او ورسرہ مې نوټ ھم اخیسته نو که د کوم ښاغلي په نقلې قول کې مې سھوہ کړې وي، ھیله دہ خبر راکړي تر څو خپله اشتباہ اصلاح کړم
_________________
د جولای اتم ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن
په اخر کی غمی پښتین د سټی کنډو شپون ،له طالیبانو څخه وپوښتل چه،
عسکر کلمه لولی،لمونځ،روژه،زکات هم ورکوی.مسلمان دی .تاسو ولی عسکر قتلوی؟
امریکایان تجاوزګران بولی خو هغوی ته مو پوره امن ورکړی، دا په کوم دین،مذهب کی راوا دی؟
ټولو طالیبانو یو بل ته سره وکتل،یو طالیب یی هم ځواب نه درلود،
غمی پښتین ته په غصه شول،ویډیو یی جلسه پای ته ورسیده،
پښتين صاحب! راسه ستا جواب زه درکړم. تر ټولو لومړی خو تاسو دروغ وويل چي تاسو په جلسه کي ګډون درلود. او بل ستاسي د اولي پوښتني په جواب کي بايد دومره ووايم چي ددې کسانو مرګ روا دی دا ځکه چي دوي د کفارو سره ولاړ دی د هغوئ مرسته کوي د دوئ او د کفارو هیڅ فرق نسته. همدا دوئ دي چي کفارو ته هره لار ښوي همدا دوئ دي چي کفار د مسلمانانو کورونو ته خيژوي او دوئ د لسټوڼي ماران دي لومړی بايد دوئ ووژل سي او بيا وروسته کفار. دا ځکه د خپل کور دښمن… نور لوستل »