افغانستان

ترکیه کې غرق شوي افغان کډوال؛ بهرنیو چارو وزارت وایي، د جسدونو را لېږد ته یې تیاری نیولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هغو افغان کډوالو د جسدونو را لېږلو ته یې بشپړ تیاری نیولی، چې د ترکیې په یوه بحیره کې یې کښتۍ غرقه شوې.

دغه کښتۍ چې ۸۰ تنه پکې سپاره وو، دوې ورځې وړاندې د ترکیې په جنوب ختیځ کې د وان په بحیره کې غرقه شوې، چې له امله یې ګڼ کسان په اوبو لاهو شوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند «ګران هیواد» نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د کښتۍ د اتیا سپرلیو له ډلې ۱۱ تنه ژغورل شوي، د ۱۳ تنو جسدونه موندل شوي، او د پاتې نورو برخلیک لا هم څرګند نه دی.

د هیواد په خبره، هغه دیارلس تنه چې جسدونه یې موندل شوي په اوبو کې د ډېر وخت پاتې کېدو له امله له پېژندلو وتلي، نو کورنیو ته یې ښایي، چې د اسنادو په وړاندې کولو  د خپلو غړو په تشخیص کې مرسته وکړي.

د نوموړي له قوله، د ترکیې پولیس له پېښې اتلس ساعته وروسته خبر شوي او د یو شمېر مسافرو په ژغورلو توانېدلي او حکومت بیا په ترکیه کې د خپل سفارت له لوري  د پېښې ځای ته پلاوی لېږلی، تر څو هر اړخیزې پلټنې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، وزارت د اجسادو تر پېژندلو وروسته د هغوی خښولو او هیواد ته انتقالو ته پوره امادګي لري.

یاده دې وي، چې په هیواد کې د جګړو، نا امنۍ، بې کارۍ او فقر له امله زرګونه افغانانو د اروپا لاره نېولې، چې وخت ناوخته یې ځیني په اوبو لاهو شوي او یا هم پوله ساتو ځواکونو وژلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څوک په اوبو ور اچوی او غرقه وی یی، څوک په مرمی وژل کیږی، ځینی په انتحار او انفجار، بس وژنه د افغانان ده وینه یی نورو ته مباح ده. ځکه چی دلته جهاد روا ده خو بر عکس پاکستان کی چی بر حاله فاحشې خانی چالانی دی هلته جهاد ناروا دی. طالبان مو هم کافرو سره سوله کوی او خپل افغانان وژنی حکومت له هغوی به تره. ملت منتظر دی چی څه وخت قیامت راځی تر څو لدی بدبختی څخه ټول خلاص شی.

احمدالله

نو چي قيامت راسي ته به د دا خپلو خبرو جواب څنګه ورکوې، ستا خپل کور اور اخيستي کفار راغلي ته د پاکستان غم اخيستی ېې، ته افغان ېې که پاکستانی، که افغان ېې خو د افغانستان خبره کوه. او دا چي د کافرو سره سوله کوي نو کفار خو سولي ته مايل دي مات سوي دي او تښتي، او خپل افغانان خو دي د اسلام په ضد جنګيږي او وايي چي مجاهدين دي موږ ته تسليم سي ترڅو موږ په دې ملک کي ديموکراسي راولو، او د پاکستان غوندي يو فاحش ملک ځيني جوړ کړو.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close