افغانستانسولې اړوند خبرونه

د المان ځانګړی استازی له طالب پلاوي سره د افغانستان د سولې اړوند مسایلو باندې غږېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د المان ځانګړی استازی «مارکس پوتزل» دوحې ته تللی او هلته یې د طالبانو له سیاسي مرستیال او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس «ملا برادر اخند» او ورسره پلاوي سره کتلي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي، چې دواړو لوریو د افغانستان په روان وضعیت، د دوحې تړون په تطبیق، د بندیانو په خلاصون ، د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې وکړې.

د شاهین په خبره، د المان ځانګړي استازي د سولې په پروسه کې د خپل هیواد د همکاری ډاډ ورکړ.

مارکس پوټزل داسې مهال له طالب استازو سره د سولې اړوند مسایلو باندې خبرې کوي، چې کابل حکومت د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې تازه ملاحظات راپورته کړي او د نږدې شپږ سوه بندیانو له خلاصون یې نټه کړې.

حکومت ادعا لري، چې یاد شمېر بندیان جنایي دوسیې لري او حق العبدي مسایل ورپورې تړلي، چې قانون یې حکومت ته د خلاصولو اجازه نه ورکوي.

په ورته وخت طالبان بیا د حکومت پورته ادعاوې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو «بهانې» بولي او ټینګار لري، چې ددوی بندیان تر دې دمه د حکومت له لوري په سیاسي کټګورۍ کې ساتل شوي او جنایي دوسیې نه لري.

طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې ددوحې له توافقنامې سره سم د خپلو پنځه زره بندیانو تر خلاصون وروسته دوی تیار دي له افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close