شعـــــرونه

چا چې ښۀ راسره کړي ټول مې یاد دي/ سپين کوچی

سپين کوچی

چا چې ښۀ راسره کړي ټول مې یاد دي
چا چې بد راسره کړي ټول مې هېر دي

داسې ښکلي شته چې زړونه پرې اباد دي
خو بیا ډېر ازار ګټلي ستا پۀ څېر دي

شُکر،شُکر ربه شُکر یاد او ښاد دي
شُکر،شُکر چې یاران مې ربه ډېر دي

ځینو خاورې راشیندلي لکه باد دي
ځینې لمر غوندې د زړۀ کور ته را تېر دي

د دنیا مینه کې ډېر خلک برباد دي
بزرګانو نه هم زړونه پۀ کې ګېر دي

ارمانجن چې د امت د اتحاد دي
له هغوی بلا غمونه را چاپېر دي

کوششونه بې دینۍ ته د الحاد دي
سپین کوچیه هر څوک پوی پۀ زوَر او زِېر دي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close