نظــر

د افغانستان تعلیمي نصاب کې د دیني توندلارۍ رېښو پیدا کولو په راپور لنډه کتنه!

لیکوال: پوهندوی دکتور فضل الهادي وزین

ژباړه: عابد علمي

د روان کال د چنګاښ په ۱۲ نېټه د تېرې پنجشنبې په ورځ «د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو انستیتیوت» په نامه یوه بنسټ «د افغانستان په ښوونیز نصاب کې د دیني توندلارۍ (راډیکالېزم) د رېښو پیدا کولو» په نامه یو راپور خپور کړ.

زه د دې راپور له دقیقې مطالعې وروسته دې پایلې ته ورسېدم چې:

۱- که څه هم دغه راپور ته د «څېړنې او تحقیق» نوم ورکړل شوی دی؛ خو په حقیقت کې په ډېری مواردو کې د علمي څېړنې له معیارونو سره ډېر واټن لري. له بده مرغه د راپور لېکوال، اېډېټرانو او خپروونکو علمي امانت او د څېړنې اصول او معیارونه د خپل اېډیولوژیک تعصب او سېکولر توندلارۍ (راډیکالېزم) قرباني کړي دي.

۲- د راپور لیکوال د هغه څه له مخې چې په معرفي کې یې په خپله راپور کې (۱۲۳ پاڼه) ذکر کړي چې د ښوونې او روزنې په څانګه کې اکادمیک تخصص او علمي تجربه نه لري، خو له دې سره سره یې د علمي اصولو پر خلاف د افغانستان د ښوونیز نصاب په اړه، د ده په وینا څېړنه! کړې ده!

۳- لیکوال ادعا کړې چې د افغانستان د تعلیمي نصاب د مختلفو علومو (۱۴۴) ټوکه کتابونه یې په یوازې ځان مطالعه کړي دي، ارزولي یې دي او نقد کړي یې دي. (!!)

دا په داسې حال کې ده چې دا چاره د یوه فرد کار نه دی، بلکې په مختلفو علومو کې د ښوونې او روزنې د څانګې د یوې ډلې متخصصینو کار دی چې میاشتې نه، بلکې کلونه وخت غواړي.

۴- که څوک دا راپور په بې پرې او دقیق ډول ولولي، دې پایلې ته رسېږي چې په یاد راپور کې توندلاري (راډیکالېزم) په خپله د اسلام معادل دی او لیکوال د افغانستان په ښوونیز نصاب کې اسلام او هر اسلامي مفهوم د تندلارۍ سبب ګڼي.

۵- د دین مفهوم د لیکوال له نظره د ملحدو غربي ټولنپېژندونکو لکه مارکس، دو رکیم، ماکس وېبر او ګیډنز د هماغو مشهورو ماتریالېستي نظریاتو تائید او یا پرې د صحت ټاپه وهل دي. (۱۳- ۲۵ پاڼې)

یعنې دین د انسان په لاس جوړ شوی شی او یوه ټولنیزه پدیده ده؛ نه د الله عزوجل لخوا رالېږل شوی رسالت.

۶- دغه راپور د افغانستان د تعلیمي نصاب په کتابونو د ایمان، اسلام، دیني عقایدو او اسلامي اخلاقو مفهومونه د مذهبي تعصب او مطلقیت سمبولونه بولي. (۳۸، ۳۹ پاڼې)

د بیلګې په توګه، لیکوال په نصاب کې د ځینو کتابونو پیل په حمد او نعت د تندلاری د پیلامه بولي او وايي چې د خدای او پیغمبر ستاینه د زده کړې، لیک، لوست، فکر کولو او… ځای نیولی دی. (۳۸ پاڼه)

۷- هغه معیارونه چې پر بنسټ یې د راپور لپاره د نصاب کتابونه ارزول شوي دي، د دین له مفهوم او تعریف څخه تر تندلارۍ او راډیکالېزم، ټول د ماتریالېستي ټولنپېژندنې پر بنسټ دي. (۱۳- ۲۵ پاڼې)

۸- ټول هغه مثالونه چې په راپور کې د توندلاري یا راډیکالېزم د نښو په توګه ذکر شوي دي د اسلام د دین له عقایدو، احکامو او مسلمو ارزښتونو له جملې څخه دي، برعکس د لیکوال او خپروونکي مغرضانه لیدلوری د اعتدال نمونه ښودل شوې ده. (۳۹ پاڼه او ورپسې)

۹- راپور د افغانستان په آساسي قانون او د ښوونې (معارف) په قانون نیوکه کوي چې ولې یې د افغانستان د ښوونې په نصاب کې د ښوونځیو د شاګردانو لپاره اسلامي روحیه موخه ګرځولې ده.

۱۰- راپور د افغانانو تر منځ د قومي او ژبنیو تعصباتو د فتنو اور ته لمن وهي.

د مثال په ډول، په درېیمه برخه کې د افغانستان د ښوونیز نصاب د سیاسي والي تر نامه لاندې افغاني هویت او منل شوي ملي مصطلحات لکه ولسوالي، پوهنتون او نور د توکمیز فاشېزم بېلګې ګڼي. (۱۰۵، ۱۰۶، ۱۰۷ پاڼې)

د راپور لیکوال په دې نظر دی چې د معارف د ترانې په پای کې دعا او د خدای تعالیٰ نوم یادول ناسم دي او وايي چې د دې ترانې په وروستیو دوو بیتونو کې د پوهې پر ځای له مېتافیزیکي ځواک یعنې خدای تعالیٰ څخه مرسته غوښتل شوې ده. (۱۰۹ پاڼه)

۱۱- د لیکوال، اېډېټر او خپرندوی کمزوري او کم سوادي تر دې کچې ده چې د حنفي مذهب د بنسټګر نوم یې نه دی زده، د امام محمد حنفي په نامه یو څوک د حنفي مذهب مؤسس ګڼي!! (۶۰ پاڼه)

۱۲- د دې راپور له نظره؛ د انسانانو او ټولنې وېش په مسلمانانو او غیر مسلمانانو (۶۸ پاڼه)، د نړیوال لید یا جهان بینۍ وېش په اسلامي او غیر اسلامي (۶۳ پاڼه)، د خدای تعالیٰ د وجود په اړه د دلایلو یادونه (۶۷ پاڼه)، او رښتیا، عزت او د یو مسلمان پر بل مسلمان حقوقو په څېر صفتونه ځانګړي کول د افغانستان په تعلیمي نصاب کې د راډیکالېسم یا توندلارۍ بېلګې دي. (۶۴ پاڼه)
۱۳- لیکوال، اېډېټر او خپرندوی د ښوونیز نصاب په یوه پاڼه کې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې مسجد الاقصیٰ د انځور له خپرولو سره ناخوښي ښودلې!
په داسې حال کې چې د مسجد الاقصیٰ نوم په قران کریم کې ذکر شوی دی او دغه جومات د مسلمانانو لومړنۍ قبله او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مسری او معراج ځای دی.

د راپور لیکوال، اېډېټر او خپرندوی یعنې د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت د بیت المقدس او مسجد الاقصیٰ په اړه د اسرائیلو او صهیونستانو نظر روښانه کړی دی.

راپور د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې یعنې بیت المقدس انځور او نوم یادول هم د افغانستان د تعلیمي نصاب په کتابونو کې د تندلارۍ نښه ګڼلې!! (۷۹ پاڼه)

د یاد انستیتیوت د یو شمېر سلاکارانو سېکولري افکار، نظریات او ماکسیستي سابقه، د انستیتیوت اړیکې او د یو شمېر بهرنیو مؤسسو او بنسټونو لخوا د اسلامي راډیکالېزم په اړه د انستیتیوت په اصطلاح څېړنیزو پروژو تمویل زما لپاره د پوهېدو وړ خبره ده، خو د انستیتیوت لخوا د مسجد الاقصیٰ د انځور له خپرولو سره مخالفت او د بیت المقدس په اړه د صهیونیستي دریځ ملاتړ او د یهودیانو او مسلمانانو تر منځ د بیت المقدس د موضوع متنازع (لانجمن) ګڼل او د مسجد الاقصیٰ ملاتړ کوونکي تندلاري او راډیکال ګڼل راته د درک وړ موضوع نه ده!!

پورته ذکر شوي موارد یوازې څو بېلګې وې چې د ستراتیژیکو څېړنو انستیتیوت راپور د افغانستان په ښوونیز نصاب کې د اسلامي توندلارۍ نښې او بېلګې بللې دي.

د راپور اصلي موخه دا ده چې د افغانستان له ښوونیز نصاب څخه باید اسلام او اسلامي مفاهیم له منځه ولاړ شي او یا کم شي.

د دې راپور له مخې د افغانستان د ښوونیز نصاب یو عیب دا دی چې ولې د ژبو او ادبیاتو، ټولنیزو علومو او نورو علومو په کتابونو کې دیني اصطلاحات او مفاهیم راغلي دي؟! (۳۸ پاڼه)

زه د دې راپور په اړه خپل نظر او لیدلوری څرګندول بل وخت ته پرېږدم، خو په لنډ ډول وایم چې دا راپور کومه علمي څېړنه نه ده او تر ډېره د دوهمې یا درېیمې درجې یوې رسنیزې مقالې ته یا د لسانس دورې د لومړي یا دوهم کال د محصلینو کورنۍ دندې ته ورته والی لري چې هېڅ ډول علمي مېتود ته په کې ژمنتیا نه ده شوې، له طرفدارۍ، تعصب او اېډیولوژیکو موخو او انګېزو ښکارولو څخه ډک دی او علمي کمزوري او د معلوماتو کموالی یې له ورایه څرګندېږي.

همدارنګه دا راپور د اسلامي عقایدو، احکامو او ارزښتو، افغاني کلتور او د هیواد د آساسي قانون، د ښوونې او روزنې قانون او نورو نافذه قوانینو سره په ښکاره ډول په ټکر کې دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close