نظــر

له طالبانو سره د روسانو مرستې او د زنداني طالبانو معطل کيدل

حقوق پوه رحمت الله زهیر

مقدمه:
له دوو هفتو راهیسي په امریکایي او روسې میډیا کي دا خبرې ګرمې دي چې روسانو له طالبانو سره د امریکایانو د وژلو لپاره نغدي مرستې کړي.

دويمه موضع د طالبانو د بندیانو ده، په داخلي او خارجي میډیا کې راپورونه نشر سول چې افغان حکومت د طالبانو شاوخوا ۶۰۰ بندیان نه ور خلاصوي.

دریمه مسئله د امارت او جمهوریت ده، د افغان حکومت چارواکي په هره غونډه کي چې وینا کوي وایې موږ د جمهوریت بقا غواړو. بلې خواته له نړیوالو سره تشویش دی چي طالبان له اسلامي امارت څخه نه تیریږي.

او څلورمه موضوع د افغانانو ترمنځ د خبرو په وخت د منځګړتوب خبره ده، په یادو څلورو مسایلو لنډ او ځغلند نظر اچوو.

د بندیانو د خلاصون موضوع:
د امریکا متحده آیالاتو – طالبانو او د امریکا متحده آیالاتو – افغان حکوت ترمنځ هوکړه لیکو کې واضح سوې او منل سوې چې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د حکومت ۱۰۰۰ بندیان به خلاصیږی.

له یادوو دوو تړونو یوه ورځ وروسته، ډاکټر اشرف غني وویل: ”د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان نه خوشي کوم. “

کوم وخت چې امریکا ومنله چې د ولسمشریزو ټاکنو اخري پایله اعلان سي، او د ډاکټر اشرف غني د قسم خوړلو مراسم یې ور سره ومنل، تر لوړي کولو یوه ورځ وروسته، ډاکټر اشرف غني د ۱۵۰۰ طالبانو د بندیانو د خلاصیدو فرمان امضاء کی، د حکومت لخوا ۱۰۰۰ تنه طالبان خلاص سول، او ۵۰۰ یې ځکه خوشي نه کړل، چې ویل یی طالبانو جګړه کې زیاتوالی راوستی.

په کوچني اختر کې، د طالبانو لخوا د درې ورځې اوربند اعلان له کبله، ډاکټر اشرف غني د اختر په ورځ د ۲۰۰۰ طالبانو د بندیانو د خلاصیدو اعلان وکی، له مربوطه ادارو یې وغوښتل چې په ۴۸ ساعتو کې دا ټول ۲۰۰۰ بندیان پریږدي، خو د ۲۰۰۰ بندیانو د خوشي کېدو لړۍ شاوخوا یوه میاشت وخت ونیو.

یوي موثقې دولتي سرچینې موږ ته وویل:(ستونزې سته، د ملي امنیت د مستنطنطقینو او څارنوالانو لخوا هڅې سوې چې د ځینو طالبانو سیاسي دوسیې، چې پخوا تکمیل سوې، دوی یې د نشيې توکو قاچاق کونکو ته واړوي.)

مثلاً ځینو طالبانو ته چې لس کاله قید ورکول سوې، کله چې ډاکټر غني د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د خوشې کيدو فرمان امضاء کی، د ځینو طالبانو په دوسیو کې همدغه لس کاله قید د دوی لپاره د نشيې توکو د قاچاق له امله ولیکل سو.

د ځینو طالبانو په تکمیل سوو دوسیو کې لاسوهنه سوې ، د طالب له تور څخه شخصي او جنایې جرمونو ته یې دوسیې اړول سوي، مثلاً ورته لیکل سوې چې د احمد لخوا بلال وژل سوی، دا هر څه د ډاکټر اشرف غني لخوا د طالبانو د زندانیانو د خلاصېدو له فرمان وروسته سوې.

طالبانو خلیلزاد ته ویلي وو چې د ۵۰۰۰ زنداني طالبانو تر خلاصیدو وروسته دي بین الافغاني مذاکرات شروع سي، مګر یوه نیمه میاشت مخکي کې خلیلزاد غوښتنه کړي وه چې د بین الافغاني خبرو نیټه د جون میاشتي په اوله ورځ اعلان یي. طالبانو خلیلزاد ته ویلي وو چې د ۵۰۰۰ زنداني طالبانو تر خلاصېدو وروسته بین الافغاني خبرو ته تیار دي.

پدې اخرني سفر کې خلیلزاد بیا له طالبانو غوښتي و چې د بین الافغاني خبرو لپاره مشخص تاریخ اعلان سي، لاکن طالبان د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو خلاصېدو ته انتظار دي.

افغان حکومت کوشش کيي چې ۷۰۰ یا ۸۰۰ زنداني طالبان خلاص کي ، مګر کیدای سي چې طالبان د بین الافغاني خبرو شروع کولو ته تیار نه سي، تر څو د دوی ټول ۵۰۰۰ بندیان نه وي خلاص سوي
بالاخره، حکومت به کوشش وکي چې د۵۰۰۰ زنداني طالبانو له جملې ۲۵ کسان په باګرام زندان کې وساتي.

دا خبره مهمه ده، طالبان په دي فکر دي چې دواړه مسئلې ((د تړون تر امضاء مخکې، د طالبانو لخوا یوه هفته د جنګ کم کېدل او تر تړون وروسته د امریکا لخوا د ۵۰۰۰ زنداني طالبانو خلاصيدل )) د تړون وعدي او شرطونه وو.

طالبانو خپله وعده سرته ورسوله، اوس د امریکا لخوا د وعدې سرته رسیدو ته انتظار دي.

طالبان وایې د ۵۰۰۰ زنداني طالبانو لسټ مو امریکایانو ته له تړون تر لاسلیک مخکې سپارلی وو، او امریکایانو له افغان حکومت سره همدغه لیست شریک کړی وو.

په کابل او ولایتو کي په وروسته وختو کې هدفي وژنو دا سوالونه راپورته کړي چې د سولي د سبوتاژ به خاطر کیږي. او په خاص ډول د لویي سارنوالي ۵ کسان چې د زنداني طالبانو د خلاصیدو په دوسیو یې کار کاوه.

سربیره په دي، طالبانو د یاد لیست په اړه د افغان حکومت له نماینده ګانو سره خبرې کړي وي، که چیرې په دغه لیست کې مشکلات ول، هغه وخت به یې دوی په اړه ملاحظې ور سره شریکې کړي وي.

حکومت غواړي د سولې پروسه سبوتاژ کي او د بین الافغاني مذاکراتو شروع کیدل معطل کي، تر څو چې د امریکا ولسشمریزي ټاکنې وسي، که جوبایډن وګټلي، حکومت امید لری چې هغه به په افغانستان کې خپل امریکایي پوځیان پریږدي.

طالبان به فکر کوي، که د تړون دویم شرط ((د ۵۰۰۰ زنداني طالبانو خلاصيدل ” عملي نه سي، د تړون د عملې کيدو په برخه کې به په مستقبل کې نوري ستونزې پیدا سي، او پر دي عقیده دي که امریکا وغواړي چې یاد بندیان خوشي سي، کولای سي.

د روسیې د ملاتړ په اړه:
په ۲۰۱۲ ز کال کې روسانو له ځینو افغاني امنیتي کمپنیو سره مرسته کوله، هغه امنیتي کمپنۍ له افغان دولت سره ثبت وي او د شمال ټلوالي په کسانو پورې یې تړاو لاره ، تر څو د ناټو تر امر لاندي، په افغانستان کې د رومانیا او پولنډ هیوادو پوځیانو مقابل کې جنګ وکي، ځکه روسانو په افغانستان کې د ناټو تر مشرې لاندي د رومانیا او پولنډ د پوځیانو شتون نه سو زغملای، یاد هیوادونه یو وخت د شوروي اتحاد مستعمره وو. او د ناټو تړون د وراسا تړون مقابل کی جوړ سو، د پخواني شوروي اتحاد په مشري د وارسا تړون مرکز د اوسني پولنډ پایتخت وارسا وو.

کله چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې ماتې وخوړله، ډیرو کوچنیو هیوادو ازادي واخیستله، چې یو شمیر یې په اوس وخت کي د شرقي اروپا مهم او د ناټو غړي هیوادونه دي، لکه پولنډ او رومانیا.

په هغه وخت کي، دا خبرې د رومانیا نماینده ته افغانانو کړي وي ((تر څو له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو پر وتلو فکر وکړي، او د پولنډ پوځیانو په وتلو شروع کړی وه .))

زه تاسي ته یقین درکوم چي دغو امنیتي کمپیونو په طالبانو پوري هیڅ ډول ارتباط نه لاره، کوم وخت چې دغه امنیتي کمپنۍ له مشکلاتو سره مخامخ سوې، دوی په افغانستان کې خپل دفترونه بند کړل، او کوشش یې وکي چې له طالبانو سره رابطي جوړې کي، مګر طالبان ددوی له اهدافو څخه خبر وو، ځکه له طالبانو سره پر دي مسئله ځینو افغانانو خبرې کړي وي، او د امنیتي کمپینو دغه ډول اهدافو ته یې متوجه کړي وو.

امارت:
د امارت او جمهوریت کلیمي سرې کرښې نه دي، پر دي به د بین الافغاني مذاکراتو په جریان کې بحث کیږي، زموږ معلومات دادی، کله چې د طالبانو، حکومت او د افغانستان د سیاسي احزابو ترمنځ په آینده حکومت توافق وسي، او چې کوم وخت بین الافغاني خبرې شروع سي، اختلافي نقاط به ولیکل سي، بیا به نو د طالبانو، حکومت او سیاسي احزابو مشرک هيئت پر اختلافي مسائلو بحث او پریکړې کيي، په هغو اختلافي مسایلو کې ممکن یوه د امارت او جمهوریت مسئله وي.

منځګړتوب:
زما معلومات دادی چې ځینو نړیوالو ادارو د بین الافغاني خبرو د منځګړتوب په خاطر طالبانو ته پشنهاد کړی وو، مګر د طالبانو لخوا مثبت جواب نه ده ورکول سوی.

ځینې هیوادونه غواړي په بین الافغاني مذاکراتو کې د منځګړتوب وکي، زه چي څونه پوهیږم، طالبان غواړي چې مستقیم بین الافغاني مذاکرات شروع، او دریمګړي ته ضرورت نه يي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زهیر صاحب ، تاسی ډیرو مهمو ټکو ته به خپله لیکنه کی ګوټه نیولی، زه به یی هم په اړه خپله اسلامی ارزونه درسره بدرګه کړم : لمړی : روسان له ماتی وروسته د مجاهدینو په ځای د مجاهدینو بادارانو ( امریکا او ناتو ) ته له اصلی مجاهدینو څخه د غچ اختستنی په خاطر یی زمونږ هیواد امریکا او ناتو ته وسپارلو امریکا یی دا سلامی او غوښتنه په دوه شرطو ومنله ، الف : افغانستان کی د جهاد ، مجاهدینو او الهی نظام د بدنامولو په خاطر د افغانانو تر منځ د خپلمنځی جنګو رامنځته کول اړین دی… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ تازه، بیانزی صاحب ته؟ زه د سټی کنډو شپون ،کله کله له سټی کنډو څخه کابل ته ځم،په لاره کی ګورم کومی منطقی چه د جمهوریت اسلامی تر تسلط لاندی دی،ښایسته ،غواړی، ابادی دی، کومی منطقی چه د امارت طالیبانو تر تسلط لاندی دی،خړی سپیری،ګردونه دوړی،خلک یی خوار،بی قانونی،صحرایی محکمی،کیبل،متورکی،کنداغونه،الله ج انسان د زمکی خلیفه ګرځولی ،خو ظلم جبر،قتل،چور چپاول.د مسلمان وینه تویول یی حرام کړی دی. خلاصه دولت دولت دی،طالیب طالیب دی، تا هم انګلستان ته پناه وروړی،چه هم په کی پیسه ده،او هم په کی دیموکراسی. که چیېی د پیسه او دیمکراسی نه غوښتلی. نو ولی له… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

پشتین صاحب ! لمړی : تاسی پشتین نه بلکه خدران یاست هغه ځدران چه امین لعیین ته شهید امین وایاست دوهم: تاسی د سټو کنډو په ځای د امستردام ( د فاحشو هیواد ) په بنګلو او لا دکابل د غلامی اداری په سفارت کی کومه دنده ترسره کوی یا ژباړن یاست. دریم: دا چه زه چیری یم مهمه نه ده زمکه د الله ج مالکیت دی او د هغوی میراث دی چه د الله ح احکام پری عملی کوی الله ج ورته فرمایی چه که زما احکام عملی کول درته درانه وی ځانله بله زمکه پیدا کړی. هر چیری… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close