د واحد فقیري سیاسي نوټونه

نیویارک ټایمز: د روسیې مداخله باید له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راوتلو پلان و نه ځنډوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د امریکا معتبر اخبار نیویارک ټایمز د جولای پر ۷ پخپله سر مقاله کي لیکي که څه هم په افغانستان کي د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره د روسیې د جایزې الزام یوه جدي مسله ده، خو جمهورریس ټرمپ باید د افغان د سولي په اړه ټکنی نه سي.

نیویارک ټایمز لیکي په افغانستان کي د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره د روسیې د انعام ورکولو په ارتباط ډېر مسایل لاینحل پاته دي، او ټرمپ باید دا خبره جعلي او فېک نیوز و نه بولي. 

نیویارک ټایمز پخپله سر مقاله کي کاږي د طالبانو یوه ویاند هم د روسیې د انعام رپوټونه «بې بنیاده» یاد کړيدي. او روسي چارواکو هم ورته شان څرګندوني کړيدي. 

سر مقاله وايي که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دې رپوټونو په اړه له تبصرې کولو څخه ډډه کړېده، خو هغه پخپلو وروستیو مرکو کي ویلي دي چي په افغانستان کي د روسانو مداخله کومه نوې خبره نده، او په رسمي مجلسونو کي يې عموما دا خبره د روسانو سره مطرح کړېده.

د نیویارک ټایمز سر مقاله وايي افغانستان یو خطرناکه ملک دی، او عموما يې اشغالګرانو ته د سر په کاسه کي اوبه ورکړي دي. نو لهذا، د ټرمپ دا اراده چي له افغانستانه به امریکايي عسکر راباسي، سمه فیصله ده. 

نیویارک ټایمز لیکي البته د روسانو د جایزې سره سره د افغانستان جنګ باید ختم سي. ځکه له افغانستانه راوتل د متحده ایالاتو د ملي ګټو لپاره لازم او ضروري دي. 

نیویارک ټایمز لیکي د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره د روسانو د جایزې الزام څو مهم سوالونه مطرح کوي: څه وخت د روسانو د پيسو ورکولو مسله شروع سوېده؟ ایا روسانو غوښتل چي د ۱۹۸۰ د کلونو کسات واخلي؟ او بالاخره ایا دا استخبارات د هغو خلګو له لخوا مطبوعاتو ته لیک سويدي چي غواړي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راوتلو لپاره خنډ ایجاد کاندي؟ 

نوټ: د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره د روسانو د جایزې مسله په لومړی ځل نیویارک ټایمز رپوټ کړې وه. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close