د واحد فقیري سیاسي نوټونه

د کانګرس دوه راست استازي: ټرمپ دي سمدستي له افغانستانه عسکر راوباسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل):د امریکا د ولسي جرګې دوو مقتدرو محافظه کاره جمهوريپال استازو پر جمهورریس ټرمپ ږغ کړیدی چي ګرده امریکايي عسکر سمدستي له افغانستان او عراقه راوباسي. 

هغوی وايي امریکا دېته اړتیا لري چي دا «ابدي» جنګونه بس کړي.

د اریزونا د ایالت جمهوريپال استازی، انډي بیګس، او د کنټکي د ایالت استازی، تامس ماسې، په یوه مکتوب کي ټرمپ ته لیکي په افغانستان او عراق کي نور امریکايي عسکر ساتل د امریکا قدرت ته تاوان رسوي. 

دواړه راست جمهوريپال استازي جمهورریس ټرمپ لیکي،«که چیري تاسي خپل ضمیر ته غوږ ونیسئ، دا به ستاسو سره زیاته مرسته وکړي. موږ تاسي دېته هڅوو چي د هغو درواغجنو او دوکه باز په اصطلاح ماهرانو خبرو ته غوږ مه نیسئ چي په نظامي او دپلوماتیک ډګرونو کي یې پرته له خطاوو څخه بل څه نه دي تر لاسه کړي.»

هغوی په خپل لیک کي ادامه ورکوي او لیکي،«عراق او افغانستان داسي وسلې نلري چي متحده ایالاتو ته دي راورسېږي. دغه راز، نه افغانستان او نه هم عراق د امریکا د ملي امنیت لپاره حیاتي اهمیت لري. او بالاخره، دواړه ملکونه د دې ارزښت نلري چي بل امریکايي عسکر دي هلته ووژل سي.» 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زمونږ ځینی افغانان چه د هیواد سیمی او نړی له روان حالاتو سره پوره معلومات نه لری ، به د پورته سناتورانو او کانګرسمینانو د ورته خبرو کولو باور کوی چه امریکا جمهور ریس ته د وتلو توصیه کوی چه د لویو قدرتو دباره له هدیری هیواده خپل فوځونه وباسی . نو جمهور رییس صاحب به د هغوی په توصیه امریکایی فوځونه له هیواد وباسی !!!!!!!!!!!!! داسی نه ده چه دوی جمهور ریس ته د وتلو توصیه کوی، که دوی په خپله خوښه وتلی ، نو راتلل ولی؟ شل کلو جنګ او هر ډول وحشت په نتیجه کی یی څه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close