افغانستان

میدان وردګو کې د ملي اردو په توپچي کنډک موټر بم چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د میدان ودرګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ملي اردو په توپچي کنډک د موټر بم درنه چاودنه شوې، چې د ځایې خلکو په خبره تر لرې ځایونو یې غږ اورېدل شوی دی.

دا چاودنه نن د پنجشنبې(۱۹ چنګاښ) په سهار سپیده چاود مهال شاوخوا ۴ بجې د سیدآباد ولسوالۍ په شیخ آباد سیمه کې د ملي اردو په توپچي کنډک هغه مهال ترسره شوه، کله چې له چاودېدونکو توکو بار یو موټر ته انفجار ورکړل شو.

د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفي پېښه تاییدوي؛ خو په خبره یې امنیتي ځواکونو موټربم موخې له رسېدو وړاندې ویشتلی، ځکه تلفات نه لري.

د سیمې خلک شکایت کوي، چې د سیدآباد ولسوالۍ په شیخ آباد سیمه کې د ملي اردو توپچي کنډک څخه تل مدام ددوی په کورونو او کروندو ډیسي توپونه او د هاوان مرمۍ ویشتل کیږي، چې له امله یې دوی ته مالي او ځاني او زیانونه اوړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وطن دوست

بس # ورته له بارودو ډک موټر وروست او د کلی په دی ګوسفندی مخلوق کی یی والوزول هیڅ مشکل نشته؟؟ معلومداره د دی لامل همدا ## ده. همداسی ښه دی دوی

Pattang

چې دوی ګوسفندي دي نو ته ولې یوروپ ته وتښتېدې او پردی خیرات خورې ؟؟ خو ورشه و جنګیږه !! زه دپښتو او پختو له اوپورتونیستانو جاهلینو څخه نفرت لرمه ! پرون طالب وې او نن غلامي کوې !!

طوطی

موټر بمب چاودنه کوی خو بیا ## تاسو هم ورته ټینګه کړی. آیا دا تاوتریخوالی ندی ولی په خپل لاس د سولی پروسه خرابوی؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close