روغتیا

«د ونې یو ډول پاڼې چې د کرونا مخنیوی کولی شي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د اندونیزیا د کرنې وزیر «شهرول یاسین لیمبو» تایید کړې، د کافور په نوم د ونې پاڼې چې په عربې هېوادونو کې په بېلا بېلو نومونو موندل کیږي په نیم ساعت کې د کرونا ۸۰ سلنه ناروغي له منځه وړي، ځکه چې دا پاڼې د ویروس پر وړاندې د بدن معافیت سیستم پیاوړی کوي.

دغه ونه په لاتیني ژبه «Eucalyptus» یا په مصر کې کافور او دغه راز په عراق کې «قلم طوز» نومول کیږي او یو ډول یې د لاچي ونې ته ورته هم دی، نږدې په ټوله نړۍ کې شته چې یوازې ۲۵ ډولونه یې د امریکا په لویه وچه کې او شاوخوا ۷۰۰ ورته ډولونه په استرالیا کې شتون لري.

دغه پاڼې د باکتریاو او فنګسونو مخنیوی کوي، دا په تنفسي اختلالاتو کې مرسته کوي، لکه زکام، ټوخی، بهېدونکې پوزه، د ستوني درد، ساه لنډي د ستوني تنفس او داسې نور.

د کافور په نوم ونې څخه یوه ژاولنه غوندې ماده څاڅي، دا په استرالیا، امریکا او عربي هېوادونو کې زیاته زرغونیږي، دا سریښناکه شی په ځانګړي ډول د انفلونزا، زکام او د بندونو دردونو لپاره د درمل په څېر استعمالیږي.

د راپورونو له مخې د اندونیزیا وزیر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د ونې پاڼې، پوټکي او ژاولنې مادې څخه د مصنوعي جوړ شوي الاتو د استعمال په اړه د لويې کچې د تولید لپاره تفصیلات وړاندې کړل چې د روغتیا وزیر او د هغه متخصصینو په ملاتړ چې د (اوکالیبتوس) ونه د مختلف ډوله د مخنیوي او معالجې په وړتیاو لرلو باوري دي، د اګست میاشتې څخه پېل کړي.

د اندونیزیا د کرنې، څیړنې او پراختیا ادارې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ چې د یادې ونې د پاڼو د قرارداد په لاره اچولو لپاره چمتووالی وروسته له دې ترسره شو چې په ۱۵ دقیقو کې یې د کرونا ۴۲ سلنه او په نیم ساعت کې یې ۸۰ سلنه ناروغي له منځه وړل په ثبوت ورسول.

خو بل لوري ته د استرالیا د ګریفیټ پوهنتون د وبا ناروغي پيژوندونکي ویلي، چې د کرونا وبا او د ونې پاڼو ترمنځ اړیکې شتون نه لري، ځکه چې ویروس تنفسي سیستم ته د څاڅکو په توګه لیږدول کیږي، او بدن ته له سترګو، خولې یا پوزې له لارې رسیږي، خو کله چې په کرونا ککړ لاس په سترګو، پوزې او خولې ومښل شي هیڅ شی د ویروس مخنیوی نه شي کولی.

اندونیزیا چې په اسلامي نړۍ کې تر ټولو زیات (۲۷۳) ملیونه نفوس لري، د کرونا ویروس مثبتې پېښې نږدې ۷۰ زره ته رسیږي، په داسې حال کې چې ۳۳۰۰ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close