ټکنالوژي

هندي عسکرو ته د فیسبوک په ګډون د ۸۹ اپلیکشنو د سمدستي حذفولو امر شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د هندوستان پوځ د پټو معلوماتو او رازونو د افشا کېدلو له ویرې خپلو سرتېرو ته له خپلو موبایلونو د فیسبوک او انسټاګرام په ګډون شاوخوا د ۹۰ نورو اپلیکیشنو د سمدستي حذفولو امر کړی دی.

هندي پوځیانو ته چې د کومو اپلیکیشنو د حذفولو امر شوی په دې کې فیسبوک، انسټاګرام، ټرو کالر او ټک ټاک هم شامل دي، دغه راز د ډیلي هنټ Daily Hunt مشهور کاریال سربېره د یو شمېر کاریالونو د حذفولو وینا هم شوې ده.

له دې پرته، وي چیټ WeChat، وایبر Viber، ای ام او IMO، سموسه Samosa، لایکي Likee، لاین Line، کوالي، ټينډر Tinder، زپیا Zapya، شیراټ ShareIt، زووم Zoom، یوسي براوزر، یوسي براوزر مني، سناپ چیټ Snapchat، زینډر Xender، لایو مي Live me، وي میټ، کیم سکینر، بیوټي پلس، ټرو کالر، پب جي، کلیش آف کینګز، علي ایکسپریس، کاوچ سرفنګ، هنګامه، سانګز ډاټ پي کی، ټبملر، ریډ اټ او ددې په څېر پيژندلي کاریالونو په دې لیست کې شامل دي.

هند دا ګام داسې مهال پورته کوي چې څو ورځې وړاندې یې د مشهور ویدیويي کاریال ټک ټاک په ګډون د ۵۰ چینایي کاریالونو د بندولو اعلان کړی و.

د هند حکومت چینایي کاریالونه د هند سالمیت او د امنیت خوندیتوب لپاره زیان رسونکي بولي چې له کبله یې د سمدستي بندولو پریکړه کړې ده.

باید وویل شي چې د چین او هند ترمنځ د ګلوان په وادي کې د دواړو سرتېرو لخوا نښته رامنځته شوې وه چې په کې ۲۰ هندي عسکر په شکنجه یې ډول وژل شوي وو او نږدې ۸۰ نور ټپيان شوي وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close