نن ټکی اسیا

پاکستان له «۱۵ سپتمبر» څخه د ښوونیز مرکزونو پرانیستلو پریکړه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان حکومت هېواد دننه له ۱۵ سپتمبر څخه د ښوونیز مرکزونو د پرانیستلو په اړه مشروطه پریکړه اعلان کړه.

د چهارشنبې په ورځ د جولایي په ۸مه نېټه د پاکستان د پوهنې وزیر شفقت محمود په مشرۍ د ولایتونو په کچه د پوهنې وزارتونو ترمنځ غونډه ترسره شوه چې په کې د معیاري عملیاتي کړنلارې SOPs په ترسره کولو سره د ښوونیز مرکزونو د پرانیستلو او د ازموینو اخیستلو د اجازې پریکړه وشوه.

په یاده غونډه کې په منظم ډول د سپتمبر له میاشتې د ښوونیز مرکزونو (مکتب، انسټيټيوټ، کالج، معهد او پوهنتون) او نورو ښوونیزو ادارو د پرانیستلو پریکړه وشوه چې تر ۱۵ سپتمبر به بشپړ عملي شي.

د پوهنې وزیر شفقت محمود د پوهنې وزارتونو سره له غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې د اګست په وروستیو او د سپتمبر په لومړیو ورځو کې به روغتیایي وضعیت وارزول شي او د مثبتو پایلو په ترلاسه کولو سره به ښوونیز مرکزونه په ټول هېواد کې له ۱۵ سپتمبر څخه پرانیستل شي.

دغه راز هغه زیاته کړه چې د پوهنتون ادارې کولی شي د لوی اختر څخه وړاندې یا وروسته یعنې د جولایي په وروستیو او د اګست په پېل کې د دکتورا PHD محصلین چې لابراتوار او کتابتون ته اړتیا لري او شمېر یې محدود دی راوغواړي، تر څو خپل څيړنیز بحثونه پېل کړي.

د شفقت محمود په وینا، «د اګست میاشتې په وروستیو کې به د روغتیا وزارت سره په ګډه روغتیایي سیستم وارزول شي، د مثبتو پایلو په ترلاسه کولو به ښوونیز مرکزونه پرانیستل شي، او که نه، نو پریکړه به وځنډول شي».

د نوموړي په وینا ددې سربېره د پوهنتون هغه محصلین چې په خپلو کورني ځایونو کې د انترنیت خدمات نه لري او یا هم ضعیف وي کولی شي د پوهنتون هاسټل یا لیلیو ته په محدود ډول ستانه شي.

له دې وړاندې د پاکستان حکومت د جولایي میاشتې تر ۱۵مې نیټې د ښوونیز مرکزونو د بشپړ تړلو پریکړه کړې وه چې د نوې پریکړې له مخې به له یادې نیټې وروسته په سلسله وار ډول پرانیستل پېل شي.

پاکستان کې تر دې دمه د کرونا ناروغانو شمېر ۲۴۱ زرو ته رسیږي چې له کبله یې نږدې ۵ زره کسان مړه شوي او ۱۴۵ زره بیرته رغېدلي دي.