افغانستان

طالبانو پنځلس دولتي عسکر او پولیس له بنده خلاص کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د طالب او دولتي بندیانو د تبادلې په لړ کې، تازه طالبانو په غور ولایت کې پنځلس دولتي عسکر او پولیس له بنده خلاص کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند “سهیل شاهین” په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي “‏نن په  غورکې د اسلامي امارت  له محبس  څخه د کابل ادارې ۱۵ تنه عسکر او پولیس خوشې شول او د کومک له ورکولو وروسته  خپلو کورنیوته لاړل.”

داسې مهال د دولتي بندیانو د ازادلو لړۍ روانه ساتلې، چې حکومت د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې تازه ملاحظات راپورته کړي او د نږدې شپږ  سوه بندیانو له خلاصون یې نټه کړې.

حکومت ادعا لري، چې یاد شمېر بندیان جنایي دوسيې لري او حق العبدي مسایل ور پورې تړلي، چې قانون یې حکومت ته د خلاصولو اجازه نه ورکوي.

طالبان بیا د خپلو بندیانو په تړاو د حکومت ادعاوې ردوي او د بندیانو د تبادلې په برخه  کې د خنډونو رامنځته کول د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو هڅې بولي.

طالبان ټینګار کوي، چې د دوحې د تړون مطابق باید د دوی پنځه زره بندیان خلاص شي، تر څو په مرسته یې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافق له مخې حکومت ژمن دی پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي.

تر دې دمه د طالبانو درې شپږ سوه شاوخوا بندیان خلاص شوي او ۱۴۰۰ لا هم د حکومت په زندانونو کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close