نظــر

په ښونیزو مرکزونو کې د معلم بې قدري؛ لاملونه او حل لارې/ لومړۍ برخه

دکتور عبد القاهر عابد

د داود خان مرحوم د پاچاهۍ وروستي کلونه به ول، زما یې یوازې انځور په ذهن را ګرځي، د کلي متعلمینو او په خبره پوه ماشومانو به لوبې کولې چې معلم به یې ولید ټول به غلي شول، ویل به یې: غلي شئ هغه دی معلم صیب راغی!
دا یې په کلي کې د متعلمینو او کوچنیانو په نظر کې د درنښت او مقام اندازه وه، په مکتب، ښوونځي او پوهنتون کې؛ که څه هم مونږ نه وو ليدلي خو طبیعي ده چې له دې به یې څو چنده زیات درنښت او مقام درلود.

خو څلویښت کلونه وروسته زمونږ ښونیز مرکزونه، د دې پرځای چې اخلاقي رشد او وده وکړي، بر عکس د شدید اخلاقي فقر سره مخ دي، معلم او استاذ ته پکې پرته د معلوماتو د انتقالوونکي نور هیڅ ارزښت نه دی ورپاتې.
په لږ وډیر توپیر زمونږ ټول ښونیز مرکزونه؛ مدرسه، ښوونځی او پوهنتون دې ته اړتیا لري چې د اخلاقي پلوه ورته پاملرنه وشي، په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د ضعف لاملونه او حل لارې يې په ګوته شي.

– اسلام معلم ته درنښت ورکړی:
معلم د ټولنې معمار ګڼل کیږي، دا هغه واقعیت دی چې له امله یې الله تعالی انسان د نړۍ د تعمیر او رغښت په موخه خپل خلیفه ټاکلی، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د خپل رسالت ټول مشن او پیغام په هم دې کې را خلاصه کړی، أبو هریرة -رضي الله عنه- د هغه مبارک څخه را نقلوي؛ چې وايي:( إِنَّمَا بُعِثْتُ لأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخْلاَقِ). زه په دې موخه راغلی یم چې نړۍ کې اخلاقي لوړو معیارونو ته وده ورکړم، او ويې پالم. غوره اخلاق او اخلاقي تعامل، انسان له نورو حیواناتو را بیلوي.

پورتني مبارک حدیث ته په کتو، جوتیږي چې لوړ او غوره اخلاق د انساني ټولنې ځانګړنه ده، که چېرې یوه ټولنه د اخلاقي پلوه، د انحطاط خواته تللي وي، معنی داده چې هلته حیوانیت پر انسانیت غلبه کړې، باید څوک وي چې بیرته یې د غوره اخلاقو خپلولو لورې ته وروبلي.

– ښونیز مرکزونه د اخلاقي روزنې بټۍ دي:
د اوسپنې ګډې وډې ټوټې چې کله د ویلې کولو بټۍ ته واچول شي، د ټاکلو مرحلو څخه د تېرېدنې وروسته ورڅخه روغه رمټه اوسپنه جوړه شي، دغه راز ښونیز مرکزونه در واخله، آره موخه او هدف یې دادی چې انسان ترې په پایله کې پوره انسان راوزي، اخلاقي روزنه یې لېدلي وي او په رڼا کې يې غوره اخلاقو وده کړې وي.

د ښونیزو مرکزونو شاګردان او یا ور څخه راوتلي انسانان چې کله ټولنه کې ګرځي راګرځي، باید خلک يې وپیژني چې نوموړی تعلیم یافته انسان دی، په خبرو، ناسته ولاړه او هره کړنه کې یې باید د روزنې نخښې او آثار جوت وي. او باید د خپلو استاذانو او تعلیمي مرکز ژوندۍ نمونه وي.
دا ځکه چې د ښونیز مرکز استاذ باید الګو حیثیت ولري؛ څو شاګرد یې اغیز ټولنې ته نقل کړي، چې دا د مسلمانانو ترمنځ د معلم اصلي انځور دی.

قرآنکریم مونږ ته رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د معلم په حیث داسې را پیژني (لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ) رسول الله ستاسو لپاره د ژوند ریښتنې نمونه ده. په ښونیز ډګر کې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- مونږ ته دغه اسوه په عملي بڼه پرې ایښې ده، أسامه بن شریک -رضي الله عنه- راته د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- دعلمي حلقې داسې بیان کوي: (أتيت رَسُول الله – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم َ – فَإِذا أَصْحَابه عِنْده كَأَن رُءُوسهم الطير). زه د رسول الله-صلی الله علیه وسلم- مجلس ته راغلم، څه ګورم چې پر ملګرو یې داسې غلې غلیا خپره وه؛ لکه مارغان یې چې پر سرونو ناست وي.
دا هغه اصل دی چې زمونږ ښونیز مرکزونه او ادارې یې باید عملي او واقعي انځورونه وي، کټ مټ یې خپله تګلاره او مشن وګرځوي. کله چې زمونږ د انسان جوړوني علمي مرکزونه داسې وي – باید چې وي- نو څه فکر کوئ، هلته ورغلي انسانان به بیا کاږه پاتې شي؟

– د معلم درنښت ښونیز اصل دی:
دا سمه ده چې اخلاقي روزنه او اخلاقو ته وده او انکشاف ورکول د معلم دنده ده؛ خو د معلم درنښت بیا ښونیز اصل دی، چې د دې اصل ساتنه، پالنه او عملي کول یې د دولت، ټولنې او ټولنیزو سازمانونو دنده او مکلفیت دی؛ څو شاګردان هم د دغه اصل څخه د انحراف او سرغړونې جرأت ونکړي.

اسلام مونږ ته د معلم د درنښت توصیه او سپارښتنه کوي، دې ته مو هڅوي چې معلم باید هر ځای او هر وخت د درنښت څخه برخمن وي، الله تعالی وايي:( قُل هَل يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ) ایا پوه او ناپوه سره برابر دي؟ نه، هيڅکله ندي سره برابر؛ نو باید د درنښت او احترام له پلوه معلم ته جلا او ځانګړی مقام حاصل وي.

رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په ګڼو حدیثونو کې مونږ ته د علماو او معلمینو د درنښت سپارښتنه کړې ده، ځکه دوي په ټولنه کې د پوهې خپرولو، او اخلاقي رشد علمبرداران دي.

– د معلم درنښت زمونږ د سلفو میراث دی:
علم هغه مهال نافع او ګټور ثابتیږي، چې د علم خپرونکو درنښت او قدر موجود وي، کومې ټولنې چې معلم ته درنښت ورکوي، هغه ټولنه د علم د ټولو ثمراتو څخه برخمنه کیږي، او د ژوند په هر اړخ کې وده مومي، ځکه علم د ټولنې د پرمختګ محور دی، بې علمه ټولنې ممکنه نه ده چې وده وکړي. خو دا وده او د علم څخه ګټوره استفاده هغه مهال شوني ده چې ټولنه کې د معلم احترام وي.

هغه وخت چې د یو مسلمان امت په توګه زمونږ ټولنو د معلم قدر کولو او معلم ته پکې درنښت حاصل وو، هغه مهال مونږ د ژوند په هر ډګر کې پیاوړي وو.
امام ثوري –رحمه الله- د مغیره په روایت وايي چې: مونږ به د ابراهیم څخه داسې ویریدلو لکه له پاچا څخه چې سړی ډاریږي.
د امام شافعي -رحمه الله- یو شاګرد، ربیع وايي: ما به د امام شافعي په مخکې، د هغه د هیبت او رعب له وجې اوبه نشوې څکلی.

همدا راز د (تعلیم المتعلم) مؤلف د معلم د درنښت اړوند وايي: د معلم او استاذ د درنښت څخه یې دادي چې: د هغه څخه باید په لاره کې مخکې نشي، د هغه پرځای د کښېناستو هڅه ونکړل شي، د هغه له اجازې پرته یې مخکې خبرې ونه کړل شي، تر مخ يې ډیرې خبرې که څه هم روا خبرې وي، ونه شي.
ډیری نور آداب يې هم بیان کړیدي، معنی دا چې معلم باید خوښ وساتل شي، د هغه د خفه کولو څخه ډډه وشي، پرته له ناروا، په نورو ټولو روا امورو کې ورته غوږ کيښودل شي، خبره یې ومنل شي؛ ځکه چې معلم او استاذ د همدغه درنښت مستحق دی او باید د دغه مقام په رڼا کې ورسره تعامل وشي.

– زمونږ اوسنۍ تعلیمي ادارې، او د معلم درنښت:
د مخه مو وویل: یو مهال زمونږ تعلیمي ادارې تر ډیره د معلم د درنښت په اصل ولاړې وې، چې له امله یې معلم زمونږ په ټولنه او آن په کلیو کې د ماشومانو په زړونو کې هم درنښت درلود، هغه مهال په رښتیا مونږ په علمي لحاظ د سیمې په کچه سیال هیواد وو او د شهید شفیق په تعبیر افغانانو پکې د (اسیا علمي دبستان) کې استادانه مقام درلود؛ خو له بده مرغه، د ثور د بدمرغه انقلاب د ډیرو بدو آثارو څخه تر ټولو بد یې هغه زمونږ د ښونیزو مرکزونو اخلاقي انحطاط دی، چې زمونږ د زدکړیالانو له زړونو یې د معلم احترام د بغض او حسد کچې ته ورسولو، په ځانګړي توګه پدې وروستیو شلو کلونو کې چې د کمیت له پلوه مو په ښونیز ډګر کې د پام وړ پرمختګ درلود؛ خو په همدې کچه مو تعلیمي ادارې په ټوله کې د اخلاقي انحطاط سره مخ شوې،  معلم پکې تر ټولو بد چلند او تعامل سره مخ شو، په ټولنه کې او هم د خپلو شاګردانو په وړاندې د احترام وړ شخصیت نشو ورپاتې.

په تعلیمي ادارو کې خبره تردې ورسیده چې شاګرد پکې استاذ ته مخامخ او هم پشي شاه ناموسي ښکنځلې وکړي، ګریوان ته یې د لاس اچولو جرآت وکړي. ډیری داسې پیښې شویدي چې شاګردانو پکې خپل معلم ته د لارې کمین نیولی او هغه یې وهلی دی.
له ټولګي د معلم شړل او د هغه درس ته نه کښیناستل خو بیخي عادي خبرې دي. د تهدید په مټ د معلم او استاذ څخه د ډیرو نمرو غوښتنه، او د معلم له خوا شاګرد، نظم ته را وستلو بدل کې، په ټولګي کې د معلم او استاذ پسې بکسپنجه او یا تمانچه راکښل زمونږ په ځینو تعلیمي ادارو کې، د ورځني فرهنګ بڼه خپله کړیده. همدا راز په ټولګیو کې د خپل استاذ جاسوسي کول، او د دې لارې د استاذ اذیت کول، بل هغه ناوړه اغیز دی چې د ثور د بدمرغیو څخه په میراث را پاتې دی.

دا چارې د ادارې له خوا بې له قانع کونکو دلایلو، د استاذانو په تعین او تبدیل کې د شاګردانو خبرو ته غوږ نیول، او بیا یې عملي کول، د معلم او استاذ په وړاندې بل هغه توهینونکی سلوک دی، چې د ډیری خصوصي پوهنتونونو غیر اکاډومیکې او تاجرې ادارې يې ترسره کوي. دا او دیته ورته ډیری نور تحقیرونکي کړنې او اخلاق دي چې زمونږ ښونیز مرکزونه، په ځانګړي ډول خصوصي تعلیمي ادارې او پوهنتونونه یې چټل کړي. استاذ ته پکې د استاذۍ او معلمۍ هغه سپیڅلی مقام او درنښت ندی ورپاتې، چې له امله یې زمونږ ښونیزو بنسټونو خپل کیفیت له لاسه ورکړی او د خوږې استثناء  پرته، نور ښه بلها کوڅه ډب ترې ټولنې ته وړاندې کیږي.

دا یوه ستره غميزه ده، او که غم یې ونه خوړل شي، ممکن څو کلونه وروسته به مو د ټولنې دا لږکی مهذب تعلیم یافته نسل او پت لرونکي عوام، د دغه ډول بې کیفیته ادارو څخه د فارغ شویو کوڅه ډبو په منځ کې د مالګې حیثیت لري.
نور بیا…

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close