افغانستان

بغلان کې د ملي اردو یوې تعلیمي چورلکې سقوط کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې تعلیمي چورلکې سقوط کړی دی.

دا پېښه نن د پنجشنبې په ورځ(۱۹ چنګاښ) له غرمې مخکې یوولس بجې د دوشي ولسوالۍ په «اسکار» دره کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د پامیر قول اردو اړوند یوې تعلیمي الوتکې د الوت پروخت سقوط وکړ.

د بغلان د والي ویاند محمدنذیر نجم ددې پېښې د تایید ترڅنګ رسنیو ته ویلي، چې په دغه پېښه کې الوتکه نسکوره شوې؛ خو پیلوټ یې ځان د پراشوټ په وسیله ژغورلی دی.

د الوتکې د نسکورېدو علت تراوسه څرګند نه دی او نه هم ددفاع وزارت چارواکو تراوسه په دې اړه سپیناوی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close