افغانستان

روسیه: تمه ده پاکستان ته د عبدالله عبدالله سفر د کابل-اسلام اباد اړیکې غښتلې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی تمه لري، چې اسلام اباد ته د کابل حکومت د پخلاینې د عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» سفر به د سولې په پروسه او د دواړو هیوادونو د اړیکو په غښتلتیا کې رول ولوبوي.

سپوتنیک خبري اژانس د روسيې د بهرنیو چارو وزات د ویاندې «ماریا زاخاروف» له قوله لیکلي «موږ پاکستان ته د پخلاینې عالي شورا د رییس له پلان شوي سفر خبر یو، او تمه لرو، چې دا سفر به د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په ټنګښت او د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.»

روسیه داسې مهال د عبدالله عبدالله د سفر مثبتو پایلو ته تمه لري، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د خپل سفیر په خوله عبدالله عبدالله ته د پاکستان د سفر رسمي بلنه ورکړه.

د یادې بلنې موخه د دوه اړخیزو اړیکو ټینګښت او د سولې د هڅو تسریع بلل شوې وه.

عبدالله عبدالله هم د پاکستاني لوري بلنه منلې وه، او په یوه «مناسب فرصت» کې يې پاکستان ته د سفر هوډ څرګند کړی و.

اسلام اباد داسې مهال عبدالله عبدالله ته د سفر بلنه ورکوي، چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تمې زیاتې شوې او هیلې شته، چې د طالب او حکومتي بندیانو له بشپړېدو وروسته به یادې خبرې پیل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close