افغانستان

ملي امنیت شورا: طالبان دې د ۵۹۲ بندیانو بدیل لست را وسپاري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د طالب او دولتي بندیانو د تبادلې له دوام سره د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې زیاتې شوې، حکومت د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې تازه ملاحظات را پورته کړي او د یو شمېر بندیانو له خلاصون یې انکار کړی.

د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه باندې لیکلي «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تر دې دمه ۴۰۱۹ طالب بندیان خلاص کړي، او  طالبانو بیا د ملي اردو د زر بندي  سرتېرو له ډلې یې نیمایي خلاص کړي.»

فیصل ادعا کړې، چې د طالبانو له لوري په ورسپارل شوي لست  کې د درنو مجرمینو او د نشه یي توکو د قاچاقبرانو نومونه لېدل کېږي، چې له امله یې حکومت طالبانو ته دوه انتخابونه وړاندې کوي « موږ طالبانو ته دوه انتخابونه ورکوو، یا دې د یادو ۵۹۲ بندیانو په ځای نوي کسان را معرفي کړي او یا هم موږ د پروسې واک په خپل لاس کې اخلو.»

د فیصل له قوله، توپ د طالبانو په میدان کې دی.

په ورته وخت کې طالبانو بیا طالبانو د خپلو بندیانو په اړه د حکومت ادعاوې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو هڅې بولي او ټینګار کوي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلېدو په خاطر باید د دوحې له تړون سره سم ددوی پنځه زره بندیان خلاص کړي.

د طالبانو له قوله، حکومت تر دې دمه ددوی بندیان په سیاسي کټګورۍ کې ساتلي او د جنایي جرمونو دوسیې نه لري.

د حکومت یوه برخه داسې مهال د نږدې شپږ سوه طالب بندیانو له خلاصون انکار کوي، چې د حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر او  بل ونډه وال «عبدالله عبدالله» بیا وایي، کابل حکومت ژمن دی  د مذاکراتو د پیلېدو په خاطر د بندیانو د تبادلې پروسه بشپړه کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زمونږ هیواد کی د شاهانو په شمول ډیر د بیلا بیلو جنایتو مرتکب شوی ، مګر هغه خیانت چه شاه شجاع، کارمل، کرزی او غنی یی مرتاکب شوی تر ټولو ستر جنایت دی تر دی چه شاه شجاع، کارمل ، کرزی او غنی یی له افغانیت ، اسلامیت حتی اسلامیت هم بی برخی کړی یعنی له دغو غلامانو د اسلامیت ، افغانیت او حتی انسانیت هویت اخستل شوی دوی نه افغانان، نه مسلمانان او نه انسانان دی . دغو د یو څو ورځو غلام مقام او مادیاتو تر لاسه کولو په خاطر د افغان مسلمانانو ددشمنانو سره د خلکو، خاوری… نور لوستل »

جمیل

طالبانو خو د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو لست ستاسو مالکانو(امریکایانو) ته سپارلی و نه تاسی بیواکه غلامانو ته ، امریکا د هغه ۵۰۰۰ بندیانو د خلاصون توافق کړیدی .
ستاسو سپکو او بویناکو پر باد لا څوک نه خاندی تاسی بیا طالبانو ته دوه انتخابه ورکوی .!؟
تاسوته خپل وزن ندی درمعلوم .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close