ورزش

د اسيا جام سيالۍ راتلونکې کال ته وځنډيدې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کرکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ چې سږکال د کرونا وبا له کبله د اسيا جام سيالۍ وځنډيدې او راتلونکې ۲۰۲۱م کال به په سريلانکا کې ترسره شي.

د کرکټ نړيواله شورا داسې مهال د اسيا جام د ځنډولو اعلان‌ کوي چې وړمه ورځ د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي ددې د لغوه کولو اعلان کړی و.

د ګنګولي له اعلان وروسته د پاکستان کرکټ بورډ د نوموړي خبرې رد کړې او د‌ هغه اعلان يې د نړيوالې شورا خلاف وباله.

خو له دې هر څه يوه ورځ وروسته د کرکټ نړيوالې شورا د کرونا وبا ستونزې په نظر کې نيولو سره يادو سياليو د ځنډولو خبر ورکړ، چې راتلونکې ۲۰۲۱م کال به د سريلانکا په کوربه توب ترسره شي.

ټاکل شوې وې د اسیا جام سږکال سیالۍ د سپتمبر په میاشت کې ترسره شي، خو په نوې پریکړې سره به د راتلونکې کال په سپتمبر میاشت کې ترسره کیږي.

د سږکال اسيا جام سياليو کوربه توب د پاکستان پر غاړه و، خو دا چې په پاکستان کې د کرونا وبا پېښې زياتې دي، دوی سريلانکا سره کوربه توب بدل کړ.

راتلونکې کال به د اسيا جام سيالۍ په سريلانکا کې خو د ۲۰۲۲م کال اسيا جام سيالۍ به د‌ پاکستان په کوربه توب ترسره کيږي.

په دې لړ کې د کرکټ نړيوالې شورا او اسيايي کرکټ اتحاديې ترمنځ بېلا بېلې ناستې ترسره شوې چې بالاخره يې د ځنډيدو پريکړه وشوه.

د کرکټ نړيوالې شورا په دې پريکړه د پاکستان او افغانستان کرکټ بورډونه ناخوښ بریښي، ځکه چې پاکستان له دې وړاندې د ياد جام ځنډيدو مخالفت او افغان لوبډلې د چمتو والي په موخه بشپړ تمرينات پېل کړي وو.

د هند کرکټ بورډ له پېله دا کوښښ دی چې د اسیا جام او د شل اوریزو نړیوال جامونه راتلونکې کال ته وځنډوي او په دې لړ کې خپلې تجارتي سیالۍ (IPL) ترسره کړي، په کوم چې دوی ملیونونه ډالره پانګونه کړې ده.

که څه هم د اسیا جام سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا لخوا لغوه اعلان شوې خو د شل اوریزو نړیوال جام په اړه لا هم وروستۍ پریکړه نه ده شوې. ټاکل شوې ده یادې سیالۍ په اکتوبر او نومبر میاشتو کې په استرالیا کې ترسره شي.

باید وویل شي چې د افغانستان، سریلانکا، پاکستان، بنګلدیش او هندوستان په ګډون ۶ یا ۷ لوبډلې د اسیا جام په سیالیو کې ګډون کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close