شعـــــرونه

د چا د نبوت نری شمال و، بلا کال و/ريحان

شفاعت ريحان

د چا د نبوت نری شمال و، بلا کال و
نړۍ باندې څادر پروت د جمال و، بلا کال و

صدیق نه خو به خود مُسکا لاسونه و تاو کړي
محبوب د رب اکبر يې انډېوال و، بلا کال و

سینې يې لکه غرونه د اسلام د دفاع کرښې
زینت د دنګ قامتو توره ډال و، بلا کال و

سپېڅلی محمد سِپاه سالار د ټول لښکر و
ګټلی يې په بدر استقلال و، بلا کال و

اذان کې به يې خوند د یار له نومه اخیستلو
په ټينګه پرې مئين حضرت بلال و، بلا کال و

د سترګو په لیدو به يې کافر اسلام قبول کړ
ورکړی ذوالجلال بلا کمال و، بلا کال و

يو خوږ سړی دنیا ته وو راغلی شفاعته!
پر زړونو خپور د میني زرغون شال و، بلا کال و

شفاعت ريحان

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close