نړۍ

پاکستان: ملتان کي دقذافي په نامه سره دپولیسو په مرکزکي چاودنه وشوه

multan_blast (نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۶)ملتان: څوشیبي مخکي دپاکستان پنجاب ایالت کي ملتان ښارته څیرمه دقذافي په نامه سره دپولیسو یوه مرکز کي چاودنه وشوه چي له کبله یی دري پولیس وژل شوی اوزیات شمیرنور ژوبل شوی دي.

له چاودني څخه وروسته بیړنی مرسته کونکي د پیښي ځای ته رسیدلی دي ژوبل کسان یی نشترروغتون ته رسولي دي سیمه یی کلابنده کړی ده اودپیښي په اړه یی څیړني پیل کړی دي.

دپولیسو مرکز چي دیوه کورپه انګړجوړشوی وو دچاودني له کبله له منځه تللی دي، عینی شاهدان وایی چاودنه دومره قوي وه چي دشااوخوا ودانیو هنداري یی ماتي کړی دي.

دبم دخنثی کولو ډلي ویلی دي تراوسه پوري څرګنده نده چي چاودنه له څه وچي رامنځ ته شوی ده

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x