نن ټکی اسیا

د بندیانو د خلاصون پروسه ولې ځنډول کیږي؟

نن ټکی اسیا سرلیکنه

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په تړون کې یو مهم ټکی د بندیانو د خلاصون خبره وه.

په پام کې و چې د طالبانو او کابل حکومت (۶۰۰۰) بندیان د تړون تر لاسلیک کولو لس ورځې وروسته تبادله او په تعقیب یې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

خو له بده مرغه چې کابل حکومت د بندیانو د خلاصون پروسه تر څلور میاشتې ډیر وخت معطله او لا هم غواړي د ناموجهو پلمو په ارائه کولو سره هغه نوره هم وځنډوي.

د سولې تر تړون وروسته نور د جګړو او نا امنیو شتون ته مجال نه و پاتې؛ ځکه د سولې تړون پر وخت عملي کیدلو هغو ټولو لاملونو ته د پای ټکی ښود کوم چې په افغانستان کې د جګړو او نا امنیو باعث ګرځیدلي.

په تیرو څه باندې څلورو میاشتو کې چې څومره د جګړې شدت زیات شوی او له دواړو لورو په کې څومره وینې بهیدلې د هغو ټول مسؤلیت د بندیانو پروسې ځنډوونکي جهت ته راجع ده.

د کابل حکومت چې د سولې په تړون کې د تړون د دواړو لورو لخوا صرف نظر شوی غواړي خپل مؤثریت د بندیانو د پروسې په ځنډولو کې وښيی.

خو هغوی باید په دې پوه شي لکه نور خواوشا څلور زره بندیان چې د امریکايي فشار په نتیجه کې ستاسي له زندانونو څخه خلاص کړل شول متباقي (۶۰۰) به هم حتما همداسي خلاصیږي خو په دې کار کې د ځڼد له امله چې څومره وینې بهول کیږي د هغوی پړه به ستاسي پر غاړه وي.

د سولې تړون د موادو عملي کول یواځې د طالبانو اړتیا نه ؛ بلکې د امریکایانو هغه هم ده.

امریکایان نور له دې څخه ستړي شوي چې په داسې یوه هیواد کې نولس کلنه ناکامه جګړه پرمخ بوزي چې هلته په یوه ارګ کې دوه ولسمشران د واک پر سر سره په جنګ او دوی تري هیڅ پوځي لاسته راوړنه ونه لري.

بناء هغوی د خپل مجبوریت له مخې غواړي چې په هرډول وي له طالبانو سره د سولې تړون ټول مواد په جدي ډول عملي کړي.