افغانستان

دایکندي کې یوې ښځې د شپې په تیاره کې کور ته ور اووښتونکی کس وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز امنیتي مسئولین د دایکندي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د یوې ښځې لخوا په چره ییز ټوپک د یو غله د وژلو خبر ورکوي.

د شهرستان ولسوال ضامن پویا رسنیو ته ویلي، دا پېښه تیره شپه یوولس بجې د شهرستان ولسوالۍ په فیض آباد کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې مقتول تن هڅه کوله، د یوې ښځې کور ته په داسې حال کې ننوزي چې د هغې خاوند په کور کې نه ؤ.

نوموړی زیاتوي، په دغه مهال د کور ښځې په دغه سړي د چره ییز ټوپک په وسیله ډزې کړي او ځای پرځای یې وژلی دی.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې مقتول تن د څه غرض لپاره د شپې په تیاره کې ددغې ښځې کور ته د ننوتلو هڅه کوله؛ خو د شهرستان ولسوال وايي، چې قاتلې ښځې په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي، چې وژل شوي کس د غلا په نیت د هغې کور ته د ننوتلو هڅه کوله او هغې ووژلو.

ولسوال دغه راز ویلي، چې نیول شوې ښځې وروسته محققانو ته ویلي، چې وژل شوي کس په هغې باندې د جنسي تیري په نیت کور ته د ور اووښتلو هڅه کوله.

په ورته مهال د شهرستان ولسوال ضامن پویا ژمنه کړې، چې پېښه به په هر اړخیزه توګه څیړي او د پایلو په رڼا کې به یې دوسیه محکمې ته سپاري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

ډير ښه کار ئي کړي، افرين دنر لوري.
همداسي ټول خلک بايد چه دغلو، داړمارانو او دشپي چاپه وهونکو سره دغسي عمل وکړي او مردار ئي کړي، ترڅو اولس ددوي له شره خلاص شي. بيا هم صد افرين!! کاروان

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close