شعـــــرونهپښــــتو ادب

غزل-له ناسازه زمانې ګيله

احمدګل ريان

د زړه بلبل مې د پخوا په څېر آواز نه لري

له دې ناسازه زمانې سره هیڅ ساز نه لري

د بد سلوک د ماشوم ګټې یې پر سر خوړلې

دا ترخې ورځې شپې یې بل دلیل او راز نه لري

بس د خلوص په امتحان کې هر سړی راسب دی

په دې مضمون کې دا نړۍ هیڅوک ممتاز نه لري

ويریږم دا ګرده نړۍ په بله ونه رغړي

پکې مېشت خلک دومره بد شول چې انداز نه لري

چا ته به مات زړه ورنژدې کړم، چا ته لاس ورکړمه؟

ريانه! هیڅوک لاس کې پیاز نه لري ناز نه لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx