افغانستان

د امریکا لوی درستیز:شواهد نشته چې وښيي، روسيې طالبانو ته د امریکایانو په وژلو جایزې ورکړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال «مارک میلي»  وایي، په دې اړه چې ګواکي د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته روسیې نقدي جایزې ورکولې؛ هیڅ اسناد شتون نه لري.

مارک میلي، دغه څرګندونې د امریکا د دفاع وزیر «مارک ایسپر» سره په ګډه د کانګرس د نظامي خدمتونو د کمېټې غړو ته وکړې.

د بي بي سي د راپور  په اساس، نوموړي د کانګرس د نظامي کمېټې غړو ته سوګند یاد کړی، چې داسې هيڅ «دقیق» اسناد شتون نه لري، چې روسیې دې طالبانو ته دامریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې نغدي جایزې او انعامات ورکړي وي.

میلي او ایسپر وروسته له هغه کانګرس ته استجواب شول، چې د کانګرس د نظامي خدمتونو کمېټې ادعا وکړه، د روسیې له لوري طالبانو ته دانعاماتو ورکولو په اړه یې نور «محرم اسناد» موندلي؛ خو مارک میلي ټينګار وکړ، چې تر دې دمه د یادې موضوع په اړه هیڅ کره شواهد وجود نه لري.

د میلي په خبره، دا سمه ده، چې روسیه له طالبانو سره مرستې کوي او هغوی ته وسلې ورکوي، خو دا چې د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې دې هغوی ته انعامات ورکړل شوي وي، یوه مهمه او ستراتیژیکه موضوع ده، چې په اړه یې اسناد نشته.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې مشهورې امریکایي ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» د یوه راپور په خپرولو سره ادعا وکړه، چې روسيې د امریکايي عسکرو د وژلو په بدل کې جایزې ورکړې او د یوه امریکایي عسکر په وژلو یې حتی تر سل زره امریکایي ډالرو پورې جایزه ورته منلې.

طالبانو یادې ادعاوې په بشپړ ډول رد کړې، دا ډول ادعاوې یې د سولې د ملاتړو اذهانو د مغشوشولو هڅې وبللې او ټینګار يې وکړ، چې دوی د هیڅ استخباراتي واحد تر احسان لاندې نه دي او نه هم د اهدافو په تشخیص کې د چا مرستې ته اړتیا لري.

د امریکا ولسمشر، پوځ او استخباراتو هم ټینګار وکړ، چې د یادې موضوع په اړه کره اسناد او شواهد په لاس کې نه لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د طالبانو څخه خدای مکړه د خپل خالق انعامونه هیر سول چی د ماتو سرو سرکوزو څخه د اشغالګر کافر د وژلو په بدل کی انعانونه اخلی هغه هم یوازی د یوه عسکر د وژلو لپاره ! که روسیی د یوه امریکایی د وژلو لپاره انعام ورکړیوی دا په زرونو نور چی طالبانو وژلی او جهنم ته یی لیږلی چا انعام ورکاوه .

مجاهد

څه ناڅه بی ادبی ده چه هغه د هندو قیصه دلته د مثال په ډول ولیکم مګر اړینه او ورته ده ، وایی یو مسلمان د هندو د لور یا خور سره به زنا لیدل شوی هندو وروسته او مسلمان تری منډی وهی تر دی چه لیاره کی مسجد او جمع ولاړه ده مسلمان سمدلاسه مسجد ته ننوتی او جماعت کی دریدلی ، هندو له مسلمانانو داریدلی ، صبر یی کړی چه جماعت ختم شی د جماغت اخر کی هندو امام او مقتدیانو ته د هغه زناکار مسلمان په اړه شکایت کړی هغوی ورته ویلی [ ته څه ګډی وډی… نور لوستل »

دوکتور غروال

د افغانستان قهرمان ملت د جمهوریت راتګ سره اسلام ، د غریبی هوسا ژوند او د راتلوونکی ښو امیدونو درلودلوسره ستر ملی خیانت د همدی جمهوریت راپیداکیدو کښي راپیدا شوو مضرو اجنبی مکروبونو له خوا صورت موندلۍ دی حتی د کوچنیوالی څخه تربیه شوو اجنبیو غلامانو یو ګام وړاندی د ملت بربادی لپاره ولاړل او جمهوریت ئي د عربو بد اخلاقه شیخانو څخه کاپی او اماراتو نام باندی ئي بدل کړ ، وروسته د امریکا او نورو غربی ممالکو یرغل زمینی برابرولو څخه ( د کوچنیوالی څخه روزل شوو په وسیله ) دی اجنبیو زاړه ازمایل شوی مطیع قاتل غلامان… نور لوستل »

غمی،پښتین

محترم دوکتور صاحب غروال سلامونه. بیلکل په ځای تبصره د لیکلی ده، دا تربیه شوی اجنبی غلامان فقط پیسه پیژنی،څوک چه ډیری پیسی ورکوی هغوی ته کار کوی.او جاسوسی شبکی لکه ایی.ایس،ایی،او سی ایی .ای هم د افغانستان له خاووری او خلکو څخه لابراتوار او بلکه مارکیت جوړ کړی. اول له خپلو جاسوسانو ښه کار واخلی اخر چه د کار څخه په لویده شی په یی خرڅ کړی، مثال ایی ایس ای،طالیبان په امریکا خرڅ کړل، کله چه امریکا د طالیبانو اخیستل بند کړل.ایی،ایس،ای روسیه باندی ځوان ښه نښه ویشتونکی طالیبان خرڅول شروع کړل. اوس امریکا ته پته ولګیده چه روسانو… نور لوستل »

Pattang

کریم خانه له خلقیانو سره خو تا هم څڼې اچولې ! ځینې لیکنې مې د ولوستلې او را په یاد شوې اوس ورورکیه خلیلزاد ولې خائن دی ؟ هغه د امریکې لپاره کار کوي او ته په ویانا وین کې ## وهې ! امریکا او طالبانو له ۲۰۱۵ کاله را پر دېخوا دسولې په څرنګوالي سره یو له بل سره تماسونه لرل او خلیلزاد خو اوس ګمارل شوی دی او هغه څه ګناه کړې ده ؟؟ او که ته غیر مستقیم دخلقي ، پرچمياو غربي لیبرال په دود اوس دکابل د مذدور دولت پټه پلوي کوې ! له يوې خوا… نور لوستل »

دوکتور غروال

Pattang جانه که په لاتینی حروفو نام لیکلو سره ( امریکائي ) ځان ته د غلامی ځنځیرنور هم محکمتر کړی او امریکا ته ( د سی آي اي مزدور خلیلزاد مزدوری علنی هم اعلان کړی ) ځان با کلتوره ښکاره کړی بیا هم ګټه نه درته کوی ځکه تاسی د همدی رهبر له خوا روسیی ته د کوم هدف لپاره سپارل شوی یاستۍ ( او هغه په تاسو باندی د روسیی سره د خرڅون معامله کړی دی ) او اوس د تاسواصلی مرکز روسیه او د هغوی ؤدکاوی دی ! د تاسو مزدور رهبر خلیلزاد په ۱۹۸۰ کال کښي د… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close