افغانستان

غني: طالبان دې په  نظام کې شریک شي او د ټاکنو له لارې دې خپل هدفونه تعقیب کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ولسمشر «اشرف غني» وایي، د سولې د پروسې موخه داده ،چې طالبان په جمهوري نظام کې برخه واخلي او د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو له لارې خپل هدفونه تعقیب کړي.

غني دغه څرګندونې تېره ورځ د یو شمېر هیوادونو له استازو سره د ویډيويي کنفرانس په مهال کړې، نوموړي ویلي « موږ د جنګ د ختمېدو او سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره ظرفیت او سیاسي اراده لرو، داسې چې طالبان به د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې حضور ومومي او د پارلماني او جمهوري ریاست د ټاکنو له لارې به وتوانېږي خپلې سیاسي موخې ترلاسه کړي.»

د غني له قوله، د سولې په راتګ سره به بریا د افغانستان تر څنګ د نړۍ او سیمې لپاره هم وي، ځکه دده په خبره، افغانستان له «تروریزم» سره د مبارزې په میدان بدل شوی او کولای شي د بین المللي همکاریو د یوه «موډل» په حیث واوسي.

نوموړي ددې ترڅنګ طالبان له «تروریستي» او «جرمي» ډلو سره په اړیکو درلودلو تورن کړي او له قوله يې، چې د سولې په راتګ سره به طالبان دا اړیکې وشلوي.

اشرف  غني داسې مهال طالبان په خپل حکومت کې برخې اخستلو ته رابولي، چې هغوی په بیا، بیا ویلي، د «کابل حکومت» په نوم څه په رسمیت نه پېژني او نه هم تر دې نامه لاندې د کوم جهت له استازو سره خبرو ته تیار دي.

د طالبانو له قوله، د کابل اوسنی حکومت د «اشغال» زیږنده ده او د افغانانو د ارمانونو تمثیل نشي کولای او د راتلونکي نظام په اړه بحث به د بین الافغاني مذاکراتو په مهال کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

چی دا د سبکولرانو بابا مفکر په رشیتا دومره احمق دی او که د احمق رول ورکړه سویدی . ؟ د دی احمق په سناریو کی به داسی راغلی وی چی ګوندی طالبان دی هم د امریکا او د نورو غلامی ومنی ، کفر دی تر اسلام ښه وګڼی ، فحشا دی کوی ، فساد ، غلا ، اختطاف …..او په پای کی خدای مه کړه پخپل مبارک دین هم ملنډی ووهی . دا غلام نظام تر دی هم ډیر عیبی دی ، د دی ټولو عیبونو یو عیب یی لا هم د سپیڅلو او مبارکو طالبانو سره نه ښایی… نور لوستل »

مجاهد

هغه ټاکنی چه د غنی او عبدالله ترمنځ ترسره شوی او ترسره کیږی په یوه کی جان کیری د ملی وحدت او بل کی پمپیو د ملی مشارکت په نوم مقرر کړل . هغه نظام چه د امریکایانو له خوا جرمنی کی جوړ شو ، هغه نظام چه رولا عیسوی پکی ریس جمهوره ده او هغه نظام چه ریس یی د امریکا په عسکرو کی د ترمپ تر شا اقتدا کوی او او ………………………… ؟؟؟؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close