افغانستان

د عبدالله مرستیال: ارګ ته مو د وزیرانو لست نه دی لېږلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې یو شمېر رسنیو ادعا وکړه، عبدالله عبدالله د خپله برخه وزیرانو لست ارګ ته لېږلی، سپيدار ماڼۍ یاد راپورونه رد کړي او غیردقیق یې بللي.

اطلاعات روز ورځپاڼې د عبدالله د دوهم مرستیال «اسدالله سعادتي» له خولې لیکلي، چې تر دې دمه د عبدالله عبدالله د وزیرانو لست ارګ ته نه دی تللی او هغه راپورونه چې په دې اړه نشر شوي؛ دقیق نه دي.

تېره ورځ یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ویلي وو، چې د عبدالله عبدالله  په برخه د رسېدلو وزراتونو لپاره وزیران ټاکل شوي او د سپېدار ماڼۍ له لوري د یادو وزیرانو لست ارګ ته لېږل شوی.

یاده دې وي، چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د واک د وېشلو له توافقنامې سره سم، عبدالله ته د حکومت د ننه پنځوس سلنه چوکۍ سپارل شوې، او په کابینه کې هم د پنځوس سلنه وزیرانو د ټاکلو اختیار ورسره دی.

یو شمېر داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ښيي د عبدالله عبدالله او د نوموړي د سیاسي ملاتړو تر منځ د چوکیو د وېش له امله اختلاف رامنځته شوی او دا چې چوکۍ کمې او غوښتونکي زیات دي، نو ځکه عبدالله هڅه کوي خپل ملاتړي په کم څه خوشحاله کړي.

د عبدالله او اشرف غني کابینه داسې مهال نیمګړې پاتې ده، چې اشرف غني  څه موده وړاندې د پارلمان له استازو سره په لیدنه کې ادعا کړې وه، په خپل حکومت کې د سرپرستۍ دود پای ته رسوي او په نږدې وخت کې کابینه بشپړوي.

هېره دې نه وي، چې د کابل حکومت  وزارتونه له تېرو پنځو کلونو راپدېخوا په غیرقانوني ډول د سرپرستو وزیرانو له لوري اداره کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

زمونږ خلکو کی به چه د چا کار تر اخری کچی خراب شو هغی ته به یی بی ادبی معاف کړی [[ ګوی در ګو ] ویله ، د کابل اداره هماغه [[ ګوی در ګو ]] اداره ده . دا ډول اداره تراوسه نړی کی شتون نه درلود یعنی چا هم نه غوشته دا ډول یوه ګوی درګو اداره جوړه او نظام هم ورته ووایی ، مخالفینو ته بلنه ورکوی چه د نظام برخه شی زمونږ د شلو کلو لاسته راوړنی یعنی د ملی وحدت او مشارکتی حکومتو لاسته راوړنو ته به درنشت وګوری درناوی یی وکړی . پشتو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close