نن ټکی اسیا

د ترکیې محکمې ایا صوفیا ته د مسجد اعتبار ورکړ / لنډ تاریخ او عکس العملونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د ترکیې سترې محکمې د ترکیې په استانبول ښار کې د ایا صوفیا مسجد ته یو ځل بیا د مسجد اعتبار ورکړ او نور به لدې وروسته په رسمي ډول د میوزیم پر ځای مسجد نومول کیږي او پنځه وخته لمونځونه به پکښې ادا کیږي.

سترې محکمې په خپلې ۱۹ صفحه پریکړې کې ویلي، د ایا صوفیا د ملکیت اسناد ښيي چې هغه د مسجد په نامه ثبت دی، ځکه یې باید مسؤولیت د دیني چارو ریاست ته وسپارل شي او د مسجد اعتبار ورکړل شي او وروستۍ پریکړه یې ولسمشر اردوغان ته سپارلې وه چې نوموړي هم نن دغه امر لاسلیک کړی او پر خپل ټویټر یې ولس ته مبارکې ورکړې ده.

د اردوغان له لوري په دې اړه په نشر شوي فرمان کې راغلي، ایا صوفیا نور د ترکیې د دیني چارو ریاست تر اشراف لاندي مسجد بلل کیږي.

تمه کیږي چې د ترکیې د سترې محکمې او ولسمشر فرمان به په راتلونکو ۳۰ ورځو کې عملي بڼه غوره کړي.

ایا صوفیا:

ایا صوفیا مسجد د ترکیې په لوی ښار استانبول کې د اروپا لوري ته برخه کې موقعیت لري، اوسنی بنیاد یې د ارثوذکس نصرانیانو د یوې کلیسا په حیث په کال ۵۳۲ میلادي کال کې ایښودل شوی دی، پر جوړېدو یې پنځه کال وخت لګېدلی او په رسمي ډول په کال ۵۳۷ کې پرانیستل شوې ده.

د ایا صوفیا اوسنی بنیاد د هغې کلیسا پر سر ایښودل شوی کومه چې عظیم قسطنطین جوړه کړې وه او نوم یې میغالي اکلیسیا یعني لویه کلیسا ایښی وو، خو وروسته په کال ۳۶۰ کې په یوه داخلي جنګ او انقلاب کې ړنګه شوه، دوهم بنیاد یې په کال ۴۱۵ کې ایښودل شوی او دا هم په کال ۵۳۲ کې د اور او داخلي جګړو له وجې لمنځه ولاړه.

دریم او اوسنی بنیاد چې تر اوسه محفوظ دی، په کال ۵۳۲ کې کار باندي پيل شوی او تر کال ۵۳۷ پوري یې دوام کړی، په دغه موده کې د وخت بیزنطي امبراطور ایوستنیانوس دوهم د یونان تر ټولو ښه بنایان په کار ګمارلي وه او بیا د وخت په تیریدو یې په مختلفو وختونو کې بیا رغونې شوي خو اساس یې پر خپل حال پاته دی.

یادې کلیسا ته د ایا صوفیا نوم په پنځمه میلادي پيړۍ کې ورکول شو چې معنی یې ده: د مقدس حکمت ځای.

ایا صوفیا په خپل وخت کې تر ټولو عظیمه کلیسا بلل کیده چې د هغه وخت د نصراني مذهب تر ټولو ستر دیني مرکز و، او پر همدې حال تر کال 916م پاته وه، تر څو مسلمانانو فتحه کړه او په مسجد یې بدله کړه.

استانبول ښار چې هغه وخت قسطنطینیه بلل کیدی، د رومي امپراطوری مرکز و او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په خپل ژوند کې د سقوط وړاندوینه یې کړې وه خو د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت څخه بیا تر عثماني خلافته پوري دغه وړاندوینه پوره نشوه، که څه هم مکرر هڅې وشوې، بالاخیره د عثماني سلطان محمد بن سلطان مراد دوهم پر لاس فتحه شوه او هغه ته د (الفاتح) لقب ورکول شو.

نوموړي تر قسطنطنیه تر نیولو وروسته د وخت د کمښت له وجې ونه توانید چې نوی مسجد جوړ کړي نو مسلمانانو ته یې امر وکړ چې همدې کلیسا کې اذان وکړي او په مسجد یې بدل کړي.

ددې لپاره چې مسجد د بل په ملکیت کې جوړ نشي، نوموړي دغه کلیسا په رسمي ډول په پیسو واخیستل او تر ټولو مخکې يې خپله دوه رکعته د شکر لمونځ په کښي وکړ او بیا یې امر وکړ چې کلیسا ته دي څلور مینارونه جوړ شي.

سلطان محمد الفاتح په نوي مسجد کې د عیسایانو زاړه اثار هم پر خپل حال پرېښودل، حتی د هغوی هغه رسمونه چې په کلیسا کې دننه جوړ کړي وا و مسجد په داخلي ساحه کې وه، د عیسایانو د احساساتو په خاطر یې هر څه پر خپل حال پرېښودل او اسلامي شعارونه یې ور زیات کړل.

ایا صوفیا د عثماني خلافت تر ړنګېدو پوري تر څلور سوه زیاتو کلونو لپاره د مسجد په توګه وکارید خو وروسته د کمال اتاتورک په وخت کې دغه مسجد په میوزیم بدل شو او له هغه راهیسي په مختلفو وختونو کې ددې هڅه وشوه چې بیرته په مسجد بدل شي خو په هیواد کې د سیکولرې طبقې او نړیوالو فشارونو له امله کله هم دا ممکنه نشوه.

د ترکیې اوسني ولسمشر طیب اردوګان په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې وعده کړې وه چې ایا صوفیا به بیرته په مسجد بدلوي او په محکمې کې به دغه موضوع را پورته کوي چې بالاخیره نن د جولايي پر لسمه نیټه دغه پریکړه رسما اعلان شوه.

عکس العملونه:

په داسي وخت کې چې په ولسي کچه په ترکیې او نړۍ کې د مسلمانانو له لوري دغه یوه تاریخي پریکړه بلل کیږي او ستاینه یې کیږي، په نړیواله سطحه یې د اروپايي اتحادیې او امریکا له لوري په پراخه کچه غندنه شوې ده.

د اروپا اتحادیې په خپل لومړني غبرګون کې د ترکي ولسمشر طیب اردوغان دغه پرېکړه د تاسف وړ ګڼلې ده.

د اروپايې اتحادیې د بهرنیو چارو سیاسي جګپوړي چارواکي جوزیف یوریل ویلي: «د ترکیې د سترې محکمې (مجلس الدوله) له لوري د ترکیې یوې تاریخي پریکړي بدلون او د ولسمشر اردوغان له لوري د هغې منل ډیر د تاسف ځای دی».

بلخوا د یونان د کلتور وزیرې لینا میندوني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: ننۍ پرېکړه، د رجب طیب اردوغان د سیاسي ادارې تر اثر لاندي اخیستل شوې، په حقیقت کې دا د پرمختللي نړۍ د احساساتو پارولو هڅه بلل کیږي، هغه نړۍ چې دغې تاریخي ودانۍ ته په ځانګړي احترام قایله ده.

یونان هر وخت په مسجد د ایا صوفیا د بدلون غوښتنې غندلې دي ، ځکه چې دغه هیواد ایا صوفیا د خپل تاریخي حیثیت او کتلور یوه برخه بولي.

بلخوا د روسیې ارثوذکسي کلیسا هم د ترکیې د سترې محکمې دغه پرېکړه غندلې ده.
د انټرفاکس اژانس په حواله د کلیسا ویاند فلادیمیر لیګویدا ویلي: «مونږ وینو چې دملیونونو نصرانیانو اندېښنو ته غوږ نه دی نیول شوی».

بلخوا امریکا هم د «ژورې مایوسی» اظهار کړی دی او پر ترکي چارواکو یې غږ کړی چې له دې پریکړې سربېره دي هر چاته مسجد ته د ورتګ اجازه ورکړي او په دې برخه کې دي تبعیض نه کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاندي مورغان د خبریالانو سره په ورځني کانفرانس کې ویلي، مونږ پر دغې پریکړي مایوسه یو، مونږ تمه لرو چې د ترکیې حکومت به داسي قوانین او پلان وضعه کوي چې هر څوک وکولای شي دغې ودانۍ ته لاس رسی ولري او د چا مخنیوی ونه شي.

باید وویل شي چې ددې پریکړې تر اعلان مخکې د امریکا او اروپايي هیوادونو په شمول ګڼو هیوادونو او غیر دولتي ادارو د ترکیې څخه غوښتي وه چې له دغه بحث څخه پر شا شي او ایا صوفیا پر خپل حال باندي د میوزیم په حیث پریږدي خو د ترکیې ولسمشر تل ویلي چې دا ددوی داخلي موضوع ده، دوی به دا پریکړه د محکمې پر اساس کوي.