شعـــــرونه

زه له یار سره په دې ډول تقسیم شوم/ تړون

سميع الله تړون

زه د یار سره په دې ډول تقسیم شوم
یار چې مار شو نو بس زه هم ورته بیم شوم

ربه زه دې په مشرق او مغرب خپور کړم
ډیره ښه شوه سحرونو ته نسیم شوم

چې دنیا دې رانه واخیسته پاچا شوم
چې جانان دې رانه واخیسته یتیم شوم

روغ سړی ومه ناروغه دې کړم یاره
سم په ملا باندې دې وریبلم نیم شوم

چې ستا لاړې مې د لاړو سره لاړې
له هغه وخته لقمان غوندې حکیم شوم

خپل شعرونه مې لښکرې راپسې دي
زه د ځمکې په مخ بل ډول زعیم شوم

خوار تړون دې هجران وسیزه راسپین شو
اوس دې غاړې ته د سپینو زرو سیم شوم

کونړ . وټه پور خپل کلی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close