شعـــــرونه

د امن په سرود پسې مې سترګې ووتلې/کاروان

په شپو شپو له سپوږمۍ سره د ډېرې مودې ناستې
حاصل د خوږو ستورو سرودونه د دې ناستې

دوې سترګې راته موسکې وې فطرت مې ټکنی شو
په خوا کې د جومات وې راته دوې میکدې ناستې

د امن په سرود پسې مې سترګې ووتلې هی هی چې تر لیندیو لاندې وي سریندې ناستې

د دې وطن ماشوم روان په لوبو کې لا نه دی
تر اوسه یې لا سترګې دي په اوښکو لمدې ناستې

همدې سړي کرلي سره ګلونه ما و تاته
چې بار یې پر اوږو دي د ازغیو کودې ناستې

د سرو سترګو غوسه یې سپینو اوښکو سړه نه کړه
سکروټې د اوبو تر څنګه، څنګه تودې ناستې

کاروانه را ولاړې یې پستې پستې نغمې کړه
د ننه دې په زړه کې دي نازکې پردې ناستې

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close