نظــر

ښونیزو مرکزونو کې د معلم بې قدري؛ لاملونه او حل لارې يې/ دوهمه برخه

دکتور عبد القاهر عابد

– ستونزه چيرې ده ؟

دا چې ولې مو تعلیمي بنسټونه وشړیدل، اخلاقو ترې کډه وکړه، مونږ یې  لکه د سیل څپو راوړی ځګ بیخي ګوښی کړي یو، ډیر لاملونه او بعدونه لري؛ چې ځینې یې خپله استاذانو ته، ځينې نور یې تعلیمي ادارو، ټولنې او دولت ته راجع کیږي.

– معلم مو هغه معلم ندی پاتې:

معلم معلم دی، د کمپیوټر ډک هارډیسک نه دی چې خالي هارډیسک (شاګرد) ته یوازې معلومات انتقال کړي، بلکې د معلوماتو د لېږد د مخه یو مربي هم دی، چې څه ډول پالڼ مؤدب او پوه انسان ټولنې ته وړاندې کړي.
یو معلم چې کله د تعلیمي مرکز سره د معلمۍ تړون کوي، د مخه د خپل ضمیر او ټولنې پر وړاندې مکلف دی چې شوق وذوق، موخه به یې اخلاقي وده او تبلیغ وي. ښوونه او روزنه به ورته د یوې مرغۍ دوه وزرې ښکاري؛ چې دیوې په نه شتون کې بله بې کاره او بې ارزښته وي.

روزنې ته به په همدومره ارزښت قایل وي، لکه ښوونې ته. دواړه به ورته یو ډول حیثیت لري، د دواړو د مؤثریت په موخه به نوښتونه او ابتکارات رامنځته کوي. څومره امادګي چې د ښوونې لپاره کوي په همدې اندازه به د خپلو شاګردانو د ښې روزنې په اړه فکر او تأمل کوي. شاګردان به خپل ملګري ګڼي، د ملګرتیا په فضا کې به ورته خپل معلومات ورانتقالوي، د شاګرد په وړاندې به موازي او خاصمانه دریځ نه نیسي. د شاګرد تحدي، چلینج او ورسره حاسدانه تعامل یو له هغو لاملونو څخه دي چې د ښونکي مقام یې د خپل شاګرد په سترګو کې له منځه وړی.

کله چې یو استاذ د خپل مضمون سره مینه لري، ښه امادګي ورته نیسي، هڅه کوي په اسانه اسلوب اړوند معلومات خپلو شاګردانو ته وړاندې کړي، بیا دا امکانات ډیر کمیږي چې د شاګرد او استاذ تر منځ دغه سپېڅلې رابطه، ناموسي ښکنځلو او سوک څپیړې ته وغزیږي.

– تعلیمي ادارې مو باید علمي موخې خپلې کړي:

کله چې علم ته د علم په سترګه کتل کیږي، علم د انساني تهذیب او د ټولنې د پرمختګ او سیادت د اساسي عنصر په توګه ګڼل کیږي، نو بیا په دغسې ټولنو کښې علم خورا اهمیت پیدا کوي، پوهانو او دعلم څښتنانو ته د درنښت په سترګه کتل کیږي. خو برعکس، که چېرې علم سره د تجاري مال متاع چلند کېږي، یا د دنیاوي مناصبو ترلاسه کولو لپاره د علم لوري ته مخه کیږي، بیا طبیعي ده چې علم بې ثمره کیږي، استاذ او عالم ورسره هم خپل اهمیت له لاسه ورکوي.

بې له شکه، په ټولنه کې د علمي چاپېریال په را منځته کیدا کې، علم د علمي موخو په لور سوق کېدلو کې، د یو هېواد تعلیمي ادارې غوڅ او پرېکنده رول لوبوي، کله چې د تعلیمې ادارو اصلي موخه او غرض علمي وده او انکشاف وي، او مالي موخې یې په ټیټه کتګورۍ کې قرار لري؛ نو هره تعلیمي اداره بیا هڅه کوي چې د تعلیمي پروسې کیفیت غښتلی وي، د هر متعلم او محصل سره علمي معیارونو ته په پام تعامل کیږي، د ادارې او استاذانو سره د متعلم او محصل شخصي اړیکې، کورنی رسوخ، د مخورو شخصیتونو سپارښتنې په علمي حقوقو اغیزه لرونکي نه وي، بیا طبیعي ده چې هر کوږ او نیمګړی متعلم او محصل په دغه علمي بټۍ کې تر پایه صیقل او په نهایت کې سم ترې را ووځي؛ ځکه، لکه د مخه مو چې یادونه وکړه، تعلیمي اداره د بټۍ حیثیت لري، داسې چې خام او نیمګړی انسان پکې پخیږي.

دا ستونزه نه ده چې په هېواد کې دې ټوله تعلیمي پروسه یوازې او یوازې د دولت په لاسونو کې وي، خصوصي سکتور دې پدې علمي مبارزه کې خپلې تجربۍ د ټولنې او ولس خدمت ته وړاندې نه کړي؛ خو دا اړینه ده چې دولت یې قوي نظارت او څارنه وکړي، پرې نږدي چې تعلیمي پروسه د خصوصي مبارزې د حق د نامه لاندې د مال ګټلو وسیله، یا د انساني هوسونو د اشباع کولو لپاره د هر کس وناکس بازیچه شي.

که له قوي نظارت پرته، دولت دغه سپېڅلې پروسه ازاده پریګدي، یا هر وړ او ناوړ شخص ته په دغه سیالۍ او رقابت کې د جواز سند په لاس ورکړي، لېرې نده چې بیا وړ اشخاص هم د ناوړو اشخاصو د اغیز لاندې راشي، تعلیمي ادارې به بیا د انسانانو په ځاي مطلق حیوانات ټولنې ته وړاندې کوي، چې آن په ډیرو مواردو کې به حیوانات هم پرې شرف لري.

خوله بده مرغه په هېواد کې د ثور د کرغیړن انقلاب را وروسته د نورو دولتي ساختارونو سره، د هېواد ښونیزو او پوهنیزو بنسټونو هم ستر زیان ولید، هغه معیارونه ګرد سره ونړیدل چې څه ناڅه د رغیدو خواته تللي وو.

په تېره بیا دا وروستي دوه لسیزو کې چې زمونږ پوهنیز بنیادونه د کوم ناورین سره مخ دي، ښایي د تاریخ د تر ټولو بدې تجربې څخه تیریږي، پدې دوره کې که څه هم د کمیت له پلوه ډیر څه را منځته شول، په تعلیمي برخه کې د دولتي انکشاف ترڅنګ خصوصي سکتور په پراخه کچه فعال دی، په هېواد کې زرګونه مکتبونه، په سلګونه پوهنتونونه او د نیمه لوړو زده کړو ادارې ایجاد شوې، ولې د کیفیت له پلوه ورځ تربلې د انحطاط خواته درومي.

چې اصلي لامل یې د دولت ضعف دی، چې له امله یې دولتي او خصوصي ښونېزې ادارې د داسې اشخاصو لاسونو ته لویدلي چې نه یوازې دا چې ډیری وګړي یې اکاډیمیک خلک نه دي؛ بلکې د علم او پوهې څخه ډیر د شخصي مصالحو په لټه کې وي.

د دې ترڅنګ په ښونیزو ادارو کې د دولتي جګپوړو چارواکو، زور واکو، او د درهم او دینار د خاوندانو ناوړه مداخله او لاسوهنه هم د دې لامل ده چې زمونږ تعلیمي ادارې د خپل رسالت څخه د انحراف لور ته سوق کړي.
دې کار که له یوې خوا تعلیمي پروسه بې کیفیته کړې، له بلې خوا یې په متعلمینو او محصلینو کې د اخلاقي انحطاط روحیه غښتلې کړې ده.

په مکتب او پوهنتون کې معلم او استاذ، په ځانګړې توګه د خصوصي سکتور په برخه کې د متعلم سترګو ته ګوري، د هغه د سالمې تربیي پر ځای د هغه د روان په پاللو اخته وي.
نو ځکه مو په تعلیمي ادارو کې استاذ او معلم له ارزښت څخه لویدلی، خپل هغه مقام چې باید یو معلم او استاذ ترې برخمن وي، دعنقا حالت ته تللی.

– خصوصي سکتور باید له هر پلوه علمي شي:

زمونږ په تعلیمي ادارو کې چې اخلاقیات ورځ تربلې را لویږي، په ځانګړې توګه په خصوصي تعلیمي ادارو کې، یو علت یې دادی چې د خصوصي سکتور په برخه کې ډیر غیر اکاډیمیک خلک مصروف دي، که سروی وشي په ډاګه کیږي چې ډیری پوهنتونونه او مکتبونه هغو افرادو جوړ کړي چې هغوي حتی د یوې ورځې لپاره هم د ښونځي او پوهنتون دروازه نده لیدلې، یوازې همدومره پوهیدلي چې د ښونځي او پوهنتون په جوړولو کې ښه پریمانه پیسې  ګټل کیږي، نو یې د تجارت او پیسو ګټلو په موخه تعلیمي اداره ایجاد کړې، د داسې خلکو لپاره په طبیعي توګه اصل سرمایه متعلم او محصل دی، باید چې له هر اړخه یې لحاظ وکړل شي، که په اداره کې یې بې نظمي کوله ستونزه نشته، که د معلم او استاذ اړوند یې ګستاخي کوله باک نه لري، که په درسونو کې ټنبل وي او زیار نه کاږي خیر دی، معلم او استاذ دې له تساهل نه کار ورسره واخلي؛ خو چې شاګرد خپه نشي، اداره پرې نږدي. نو په داسې روحیه چې د متعلم او محصل سره تعامل کیږي، د هغه د خوښ ساتلو په موخه ټول علمي معیارونه د پښو لاندې کیږي، نو څه فکر کوۍ چې په پایله کې به له ده یو مه‍ذب انسان جوړیږي، که ځیرکه حیوان؟

آیا دا بیا  ګرم دی، که یې خپل استاذ وواهه؟ یا سپکې سپورې او ښکنځل ورته وکړي؟
ځکه هغه اصل کې خپل استاذ نه پيژني، ما داسې محصلین لیدلي چې د خپل استاذ نوم نه ورځي، لامل دادی چې هغه ته اصلا علمي انګیزه نده تلقین شوې، د علم د ارزښت پر بنیاد تعلیمي ادارې ته نه دی راغلی، ترڅنګ یې ادارې هم هغه ته د علم او علمي تفکر د تلقین هڅه نه ده کړې، او نه یې استاذ مکلف کړی چې له هرڅه مخکې شاګرد باید علم به ارزښت پوه شي او دمعلم مقام وپیژني.

– تعلیمي ادارې باید خیریه موسسې نه وي:

له هره پلوه د تعلیمي پروسې په باکیفیته کولو کې غښتلې اداره او برلاسی معلم قوي رول لري، که چېرې یوه تعلیمي اداره د مدیریت له پلوه ځواکمنه وي، ترڅنګ یې معلم هم وړ او با استعداده شخصیتونه وي، طبیعي ده چې تعلیمي اداره به هم د نظارت او هم د تدریس له پلوه جدیت په پام کې نیسي، جدیت بې له شکه په متعلم او محصل مثبت اغیز کوي، هغه مثبتې سیالۍ او رقابت ته سوق کوي، چې ورسره د متعلم او محصل پټې وړتیاوې او استعدادونه وده کوي، کله چې یو محصل او متعلم وړتیا ولري؛ بیا کله هم اخلاقي پولې او حدونه نه ماتوي، د ادارې قدر کوي، د استاذ مقام او منزلت پیژني.

له بده مرغه، زمونږ ډیری دولتي تعلیمي ادارو د خیریه موسسو بڼه خپله کړېده، که یې اداري برخه ده، یا تدریسي، خلکو ته پکې مازې کار پیدا شوی دی، د روابطو، زورواکو او یا پیسو له لارې داسې خلک پرې مسلط شويدي، چې هم د مدیریت څخه عاجز دي، هم تدریسي وړتیا نه لري.

کله چې اداره ضعیفه وي، معلم او استاذ د تدریس په برخه کې شاګرد ته قناعت نه شي ورکولی، طبیعي خبره ده چې اداره او معلم دواړه به د متعلمینو په نظر کې خپل وقعت له لاسه ورکوي، بیا چې متعلمین هرڅه کوي، اداره به یې له کنترولولو ناتوانه وي، چې دا کار بیا د متعلم په اخلاقي انحطاط منتج کیږي؛ ځکه چې ضعیفه معلم نشي کولی په متعلم خپل اغیز وساتلی شي، الا ما شا‌ء الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx