شعـــــرونه

زما دعا/ استاد فضل ولي ناګار

استاد فضل ولي ناګار

چې فکر یې په لوړو څوکو شرنګ وي د شاهین
چې خیال یې د سپرلو په ګلابونو وي رنګین
عفریت د وحشتو ته سلیمان وي د نګین
پرې پورته پرښتې، ښکته ولس وایي آمين
تنې تنې پراته یو، ربه سر راکې پیدا کړې
یو سر د ټولو سر لکه سپين غر راکې پیداکړې

د حال ښکلی نباض وي د ماضي شراب په لاس
نظر یې د وختونو په هېندارو وي الماس
غرور زموږ د غرونو یې هره څړیکه د احساس
ارمان یې وي، ایمان یې وي هر هوډ برب الناس
کړې ماته وچکالي، زمزم کوثر راکې پیدا کړې
یو سر د ټولو سر لکه سپین غر راکې پیداکړې

لمنه د رحمت خوره وره د بوډۍ ټال
چې ترنده نظر په پرښتو غوړوي جال
شدت یې د ظهور د هر جمال ښکاري جلال
د واورو په تندې ځلي ماښام د شفق شال
دا رعب د بې وخته شان محشر راکې پیدا کړې
یو سر د ټولو سر لکه سپین غر راکې پيداکړې

زرينې د خون نښې دي د شپې په سپېده داغ
پردېس د کربلا کره له کومه دی څراغ
سهر څیرې ګرېوان کړ د تیارو مغرور دماغ
نسیم وږمې په غېږ کې ګرځوي تښتي له باغ
د شپې په تور تندي څړیکې د لمر راکې پیدا کړې
یو سر د ټولو سر لکه سپین غر راکې پیداکړې

بې وینو د حسین نه لري بل ارمان یزید
رنګینه د شیطان ګناه پلمو کړه د توحید
غیور فقر د ژوند او مرګ په پوله باندې برید
بوتان غواړي صابر پیره، ابدال غوندې مريد
ناګاره، ذوالفقار په لاس حیدر راکې پیدا کړې
یو سر د ټولو سر لکه سپین غر راکې پیداکړې

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close