شعـــــرونه

خوږه شپيلۍ/ صابرجان محصل

صابرجان محصل

د تندر له اشغاله په وتو سپينه سپږمۍ ده
بهار کي غوړيدلې مو د هيلو ګل غوټۍ ده

د ژمي له باران او له سيلۍ يى نجات ٶموند
په ګلو کي اباده مو د ژوند خړه کيږدۍ ده

نغمي د ازادۍ مي  اذانګه شوي په غوږو کي
د غره پوري دره کي د شپانه خوږه شپيلۍ ده

څپو د انقلاب کي وه روانه ډوبه نه شوه
ساحل ته رسيدلې مو د قام هغه بيړۍ ده

د سپين سبا په تمه اوسيدمه د شپو غيږ کي
د ستورو له ګوزاره ګوډه ماته ترږمۍ ده

د درد قلم دي ليکې د هيواد لوړي زوري
پوهيږمه  .صابره! چي  ستا مينه ليونۍ ده

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close