
طالبانو داځل په غور کې ۱۷ تنه دولتي عسکر آزاد کړي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بندیانو د تبادلې په سلسله کې طالبانو داځل په غور ولایت کې ۱۷ تنه دولتي عسکر له خپلو زندانونو آزاد او د سفریې ورکولو سره خپلو کورنیو ته استولي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن د شنبې په ورځ په خپلې ټویټر پاڼې په دې هکله داسې لیکلي:
نن يوځل بیا په غورکې د اسلامي امارت له محبس څخه د کابل ادارې ۱۷ تنه عسکر او پولیس خوشې او د کومک له ورکولو وروسته خپلو کورنیوته واستول شول.
— Suhail Shaheen. محمد سهیل شاهین (@suhailshaheen1) July 11, 2020
باید وویل شي چې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې ټاکل شوې چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل دمخه ۵۰۰۰ طالب بندیان او همدارنګه زر تنه حکومتي آزاد شي، چې په دې لړ کې تراوسه شاوخوا څلور زره طالب او له ۷۰۰ څخه زیات دولتي بندیان د طالبانو لخوا آزاد شوي دي.