نړۍ

اردوغان: د ایا صوفیا بیا مسجد ګرځېدل د مسجد اقصی د ازادۍ زیری دی / د وینا مهم ټکي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایا صوفیا مسجد ته د بیا اعتبار ورکولو وروسته ویلي چې دا پریکړه مونږ ته د مسجد اقصی د ازادۍ زیری راکوي.

تېره ورځ جمعه د ترکیې سترې محکمې پریکړه وکړه چې د ایا صوفیا په اړه په کال ۱۹۳۴ کې دولتي پریکړه پر ځای نه وه او باید لغوه شي. چې پر اساس یې بیا ولسمشر اردوغان د یوه رسمي فرمان لمخې ایا صوفیا ته د مسجد اعتبار ورکړ او د هغه چاري يې د دیني چارو ریاست ته وسپارلې.

که څه هم د ایا صوفیا په مسجد سره بدلون په اروپا، روسیه او امریکا کې سخت غبرګونونه را پارولې خو ولسمشر اردوغان دغه پيښه د مسجد اقصی د ازادۍ پر لور یو ښه زیری بللی دی.

نوموړي په خپلې وینا کې ویلي:

۱- د مسجد په توګه د ایا صوفیا بیا را ژوندي کېدل د مسجد اقصی ازادۍ لپاره نوی زیری دی.

۲- ایا صوفیا د مسجد په توګه د مسلمانانو لپاره یو نوی پیل دی تر څو د اوسني تاریک عصر څخه را بهر شي.

۳- ایا صوفیا یوازي مسلمانانو ته امید نه ورکوي بلکې د نړۍ په کونج کونج کې ټول مظلومو، ځپل شویو، خطا ایستل شویو او استعار شویو ولسونو په زړونو کې امیدونه را ژوندي کوي.

۴- د ایا صوفیا مسجد زمونږ د زړه له تله ټولو هغو ښارونو ته د سولې او اطمینان پيغام ورکوي، چې د اسلامي حضارت رمز بلل کیږي، د بخاری څخه بیا تر اندلسه.

۵- د ایا صوفیا بیا مسجد کېدل د سلطان محمد الفاتح یو امانت وو، چې اویا کاله وځنډېد.

۶- دغه انځورونه او پریکړه پر هغو ټولو بریدونو کلک ګزار دی چې زمونږ اخلاق او زمونږ رموز په اسلامي نړۍ کې په نښه کوي.

۷- ترکیه چې په دې وروستیو کلونو کې هر قدم اخیستی دی، دا یې ثابته کړې چې په اوسني وخت او ځای کې ترکیه فاعل ده، نه مفعول به.

۸- مونږ به د الله تعالی په اراده پر همدې مبارکه لاره په خپل ټول عزم، قربانۍ، اصرار ثابت قدمه اوسو، هیڅ به نه دریږو، نه به ستړي کیږو او نه به بیزاره کیږو.

ایا صوفیا:

ایا صوفیا مسجد د ترکیې په لوی ښار استانبول کې د اروپا لوري ته برخه کې موقعیت لري، اوسنی بنیاد یې د ارثوذکس نصرانیانو د یوې کلیسا په حیث په کال ۵۳۲ میلادي کال کې ایښودل شوی دی، پر جوړېدو یې پنځه کال وخت لګېدلی او په رسمي ډول په کال ۵۳۷ کې پرانیستل شوې ده.

د ایا صوفیا اوسنی بنیاد د هغې کلیسا پر سر ایښودل شوی کومه چې عظیم قسطنطین جوړه کړې وه او نوم یې میغالي اکلیسیا یعني لویه کلیسا ایښی وو، خو وروسته په کال ۳۶۰ کې په یوه داخلي جنګ او انقلاب کې ړنګه شوه، دوهم بنیاد یې په کال ۴۱۵ کې ایښودل شوی او دا هم په کال ۵۳۲ کې د اور او داخلي جګړو له وجې لمنځه ولاړه.

دریم او اوسنی بنیاد چې تر اوسه محفوظ دی، په کال ۵۳۲ کې کار باندي پيل شوی او تر کال ۵۳۷ پوري یې دوام کړی، په دغه موده کې د وخت بیزنطي امبراطور ایوستنیانوس دوهم د یونان تر ټولو ښه بنایان په کار ګمارلي وه او بیا د وخت په تیریدو یې په مختلفو وختونو کې بیا رغونې شوي خو اساس یې پر خپل حال پاته دی.

یادې کلیسا ته د ایا صوفیا نوم په پنځمه میلادي پيړۍ کې ورکول شو چې معنی یې ده: د مقدس حکمت ځای.

ایا صوفیا په خپل وخت کې تر ټولو عظیمه کلیسا بلل کیده چې د هغه وخت د نصراني مذهب تر ټولو ستر دیني مرکز و، او پر همدې حال تر کال 916م پاته وه، تر څو مسلمانانو فتحه کړه او په مسجد یې بدله کړه.

استانبول ښار چې هغه وخت قسطنطینیه بلل کیدی، د رومي امپراطوری مرکز و او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په خپل ژوند کې د سقوط وړاندوینه یې کړې وه خو د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت څخه بیا تر عثماني خلافته پوري دغه وړاندوینه پوره نشوه، که څه هم مکرر هڅې وشوې، بالاخیره د عثماني سلطان محمد بن سلطان مراد دوهم پر لاس فتحه شوه او هغه ته د (الفاتح) لقب ورکول شو.

نوموړي تر قسطنطنیه تر نیولو وروسته د وخت د کمښت له وجې ونه توانید چې نوی مسجد جوړ کړي نو مسلمانانو ته یې امر وکړ چې همدې کلیسا کې اذان وکړي او په مسجد یې بدل کړي.

ددې لپاره چې مسجد د بل په ملکیت کې جوړ نشي، نوموړي دغه کلیسا په رسمي ډول په پیسو واخیستل او تر ټولو مخکې يې خپله دوه رکعته د شکر لمونځ په کښي وکړ او بیا یې امر وکړ چې کلیسا ته دي څلور مینارونه جوړ شي.

سلطان محمد الفاتح په نوي مسجد کې د عیسایانو زاړه اثار هم پر خپل حال پرېښودل، حتی د هغوی هغه رسمونه چې په کلیسا کې دننه جوړ کړي وا و مسجد په داخلي ساحه کې وه، د عیسایانو د احساساتو په خاطر یې هر څه پر خپل حال پرېښودل او اسلامي شعارونه یې ور زیات کړل.

ایا صوفیا د عثماني خلافت تر ړنګېدو پوري تر څلور سوه زیاتو کلونو لپاره د مسجد په توګه وکارید خو وروسته د کمال اتاتورک په وخت کې دغه مسجد په میوزیم بدل شو او له هغه راهیسي په مختلفو وختونو کې ددې هڅه وشوه چې بیرته په مسجد بدل شي خو په هیواد کې د سیکولرې طبقې او نړیوالو فشارونو له امله کله هم دا ممکنه نشوه.

د ترکیې اوسني ولسمشر طیب اردوګان په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې وعده کړې وه چې ایا صوفیا به بیرته په مسجد بدلوي او په محکمې کې به دغه موضوع را پورته کوي چې بالاخیره نن د جولايي پر لسمه نیټه دغه پریکړه رسما اعلان شوه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

د شرم او تأسف ځاس دي چي یوه تاريخي کليسا بيرته په مسجد بدليږي. په دې عصر کي چي ټوله نړۍ د زغم او علميت پر لور روانه ده، اردوغان په لوي لاس مذهبي تعصب او نفرت ته لاره هواروي. ترکيه په اسلامي نړي کي د زغم او فکري آزادي يوه ډېره ښه بيلگه وه چي متأسفانه د اروغان د غلطو پاليسيو له امله ورځ تر بلي مخ په قهقرا روانه ده او دا هغه څه دي چي غربي نړي يي هيله مند دي. هر هغه هيواد چي مذهب په سياست ور گډ کري، نه تنها چي سياست ته به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close