افغانستان

طالبان: د کابل حکومت او امریکايي استخبارات په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره «منفي تبلیغات» کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبان د سیمې هېوادونو سره د خپلو اړیکو د پراختیا هڅه کوي؛ خو داچې ځینې هېوادونو دې طالبانو ته دامریکايي پوځیانو د وژلو لپاره پیسې ورکړې وي، له حقیقت څخه لرې ادعاوې دي.

دا څرګندونې په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر غړي او د ګوانتانامو پخواني بندي ملا خیرالله خیرخواه د الجزیرې عربي تلویزیون سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې کړې او زیاته کړې یې ده چې د کابل حکومت او امریکايي استخبارات هڅه کوي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام لپاره دا ډول «منفي تبلیغات» ترسره کړي.

ملا خیرالله خیر خواه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «مونږ د روسیې په ګډون د سیمې ټولو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا هڅه کوو؛ خو داچې روسیې دې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره مونږ ته پیسې راکړې وي، هیڅ حقیقت نه لري.»

تردې وړاندې نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د یو شمېر ناڅرګندو سرچینو په حواله ادعا کړې وه، چې روسي استخباراتو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو په موخه طالبانو ته نقدي انعامات ورکړي وو، کومه ادعا چې د طالبانو ترڅنګ د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ او روسي چارواکو په خپل وار رد او خندوونکې بللې وه.

ملا خیر خواه الجزیرې ته ویلي د کابل حکومت او امریکايي استخبارات په ګډه هڅې کوي، ترڅو د دارنګه بې اساسه تبلیغاتو په خپرولو سره افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته دوام ورکړي.

د ګوانتامانو پخواني بندي او د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ملا خیرالله خیرخواه د خپلې مرکې په ترڅ کې یوځل بیا ویلي، چې د دوحې تړون مطابق امریکایان او طالبان اوس هم یو پر برید نه کولو ته ژمن دي او د کابل حکومت په عسکرو ځکه بریدونه کوي چې هغوی د طالبانو سیمو ته د ننوتلو او نوو پوستو هڅه کوي.

نوموړی یوځل بیا ټینګار کړی، چې د حکومت لخوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو بشپړ خلاصون په صورت کې به بین الافغاني مذاکرات ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه، سټی کنډو پکتیا ګردیز کی شپون یم،پرون می رمه څړ ځای ته بوولی وه،چه ناګهانه طالیبانو یو ګروپ مخه ته راغی، د طالیبانو لوړ پوړی چارواکی هم له دا ګروپ سره وه،ماسپښین وخت د لمانځه وه،د اوبه په غاړه کیناستل تر څو دمه او لمانځونه هم ادا کړی.له موقع څخه می استفاده وکړه . د طالیب لوړپوړی چارواکی ته می داسی وویل. غمی پښتین یم شپون یم یوه څو پوښتنه در څخه کوم ، اوله پوښتنه،ایا تاسو امریکایان د روسانو پیسو لپاره وژلی؟ لوړ پوړی چارواکی په قهقه وخندل وی ویویل شپانه ،سیاست کی دایمی دوست او دامی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close