افغانستانسولې اړوند خبرونه

مصالحې شورا: د بندیانو  د تبادلې پروسه دې بشپړه شي، بین الافغاني مذاکراتو ته دې خنډونه نه جوړېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې حکومت د نږدې شپږ سوه طالب بندیانو له خلاصون انکار کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې بدیل لست ورته ولېږي؛ د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا وایي، د واړه لوري دې د بندیانو د تبادلې پروسه بشپړه کړي او د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې دې خنډونه نه جوړېږي.

د مصالحې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون » دغه څرګندونې له ازادي رادیو سره په خپلو خبرو کې  کړې.

نوموړي ویلي «زموږ تمه دا ده ، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو په برخه کې دې هیڅ لوری خنډ نه ګرځي، او دواړه لوري دې هڅه وکړي د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره کړي. یو له دې مواردو څخه د پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیانو ازادول دي.»

د مصالحې شورا له لوري دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې حکومت وایي، د طالبانو له لوري په ورکړل شوي لست کې ۵۹۲ بندیان جنایي دوسیې لري او حق العبدي مسایل ورپورې تړلي، چې قانون یې د خلاصولو اجازه نه ورکوي.

حکومت پر طالبانو غږ کړی، چې د یادو ۵۹۲ بندیانو بدیل لست ورته وسپاري؛ کنې دوی به یې په اړه خپله پرېکړه وکړي.

په ورته وخت کې طالبان بیا د حکومت له لوري په خپلو بندیانو پورته تپل شوي تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې د دوحې له تړون سره سم باید پنځه زره طالب بندیان خلاص شي، تر څو د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار خلاصه شي.

طالبان د حکومت له لوري د بندیانو په پروسه کې راپورته کړل شوي ملاحظات د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو بهانې ګڼي او حکومت تورنوي، چې د جګړې په دوام کې خپلې ګټې لټوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close