افغانستان

میدان وردګ: عسکرو یو کلیوال او لس کلن زوی یې وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل په ګاونډ کې واقع ولایت «میدان وردګ»  کې دولتي عسکرو د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمۍ ویشتلې او یو ملکي وګړی او د هغه لس کلن زوی يې وژلي.

له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې نن ماسپښین د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ اړوند «سلطان خېلو» کلي کې د عسکرو له لوري د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمۍ ویشتل شوې، چې له امله یې د «زرین» په نوم یو کلیوال او د هغه لس کلن زوی وژل شوي.

په ورته وخت کې د میدان وردګو د والي ویاند «محب الله شریف زی» هم پېښه مني ؛خو په خبره يې د هاوان په یاد برید کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي.

نوموړي په دې اړه، چې د ملکي وګړو پر کورونو د توغندي توغولو لامل څه دی؛ څه نه دي ویلي.

هیواد کې ملکي وګړي داسې مهال د دولتي عسکرو د هاوانونو تر دم لاندې دي، چې د کابل حکومت امنیت شورا طالبان تورنوي، چې «تاوتریخوالی» يې زیات کړی او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

طالبانو بیا د ملي امنیت شورا څرګندوې د «ملت سترګو ته خاورې شیندل» بللي، چې ددوی په خبره، حقایق نشي پټولای.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close